سلواکیا چې د روسیې پر ګازو متکي ده، د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي یې ملامت کړ چې ولې یې دغه قرارداد غځولی نه دی.
دغه قرارداد د همدې روان میلادي کال تر پایه، پای ته رسیږي.
اوکرایین له دې وړاندې په ځلونو ویلي، د ګازو د انتقال قرارداد به ونه غځوي.
د کرمیلین ویاند دیمیتري پسکوف پر خپل ټیلګرام په یو ویډیو پیغام کې ویلي، په دې کتنه کې خبرې اترې د ګازو د قرارداد پر غځولو او په نړۍ کې پر وروستي وضعیت متمرکزې وې.
د هغه په خبره، دا کتنه څو ورځې وړاندې پلان شوې وه.
تراوسه د سلواکیا حکومتي چارواکو د دې کتنې په دې اړه څه نه دي ویلي.
سلواکیا د روسیې د ګازپروم شرکت سره دې هیواد ته د ګازو د انتقال قرارداد لري او هڅه کوي، د اوکرایین له لارې د دې ګازو د انتقال قرارداد وغځوي.
سلواکیا ځکه د دې قرارداد غځولو ته ډیره لیوالتیا لري، چې له نورو هیوادونو ورته د ګازو واردات د ۲۲۰ میلیونو اضافي یورو په بیه تمامیږي.
له دې وړاندې فیکو د تیرې پنجشنیې په ورځ په بروکسل کې د اروپايي ټولنې په ناسته کې د دې قرارداد د غځولو موضوع راپورته کړې وه، خو د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي همغه وخت ویلي و، هېواد به یې له روسیې سره د دغه ترانزیتي ګازو د انتقال قرارداد تمدید نه کړي.
پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته، که څه هم د هنګري صداعظم ویکتور اروبان د اروپايي ټولنې له هغوو مشرانو دی، چې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ګوري او روسیې ته سفرونه کوي، خو په ټوله کې له پوتین سره د اروپايي ټولنې د مشرانو لیدنې ډیرې کمې دي.
بل پلو، د پوتین او د اوکرایین د جګړې په اړه د سلواکیا د صداعظم روبرت فیکو نظر د اروپايي ټولنې له نورو مشرانو سره توپیر لري.
فیکو درې کاله وړاندې وروسته له هغې چې د هغه چپ اړخی حزب په پارلماني ټاکنو کې بریالی شو، خپلې پوځي مرستې له اوکرایین سره ودرولې.
ښاغلي فیکو د اروپايي ټولنې پر هغوو بندیزونو او تحریمونو هم نیوکې کړي، چې دغې ټولنې پر روسیې لګولي دي.
فیکو ویلي، ناټو سازمان کې د اوکرایین د غړیتوب مخالف دی، او اجازه به ور نه کړي چې دا هېواد د ناټو غړی شي.