د سوریې نوې ادارې مُرهف ابوقصره Murhaf Abu Qasra چې د هیات تحریر شام ډلې له مخکښو مشرانو څخه دی، د دفاع وزیر پر دنده ګومارلی دی.
د دفاع نوي وزیر مُرهف ابو قصره د بشاراسد د رژیم پرضد د پاڅون پرمهال د ځینو مهمو پوځي عملیاتو مشري کړې وه.
ابوقصره چې د ابوحسن په مستعار نوم هم یادېږي، د بشارالاسد د حکومت د وسله والو مخالفینو له ډلې و. د هیات تحریر شام په مشرۍ وسله والو ډلو د ډسمبر په اتمه د اسد د کورنۍ د څه باندې نیمې پېړۍ واکمني وپرځوله.
رویټرز خبري آژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکوي چې ابوقصره د اسد د واکمنۍ پرضد د پاڅون پرمهال د یوشمېر مهمو پوځي عملیاتو مشري کړې وه.
د سوریې سانا خبري آژانس راپور ورکوي چې نوي واکمن احمد الشرع چې پخوا د محمدالجولاني په نوم یادېده، پرون (د مرغومي په لومړۍ نېټه) د وسله والو ډلو له استازو سره په غونډه کې د سوریې د راتلونکو پوځي تشکیلاتو په اړه خبرې وکړې. د غونډې په تصویرونو کې چې سانا آژانس خپاره کړي ابوقصره په داسې حال کې لیدل کېږي چې د الشرع څنګ ته ناست دی.
د سوریې صدراعظم محمد البشیر تېره اونۍ وویل چې د دفاع وزارت په تشکیل کې به بدلون راشي او په لیکو کې به یې پخواني وسله وال او هغه پوځیان شامل شي چې د اسد د حکومت پرضد یې بغاوت کړی و.
ښاغلي بشیر چې پخوا یې په شمال لویدیځ ولایت ادلب کې د هیات تحریر شام په مشرۍ د واکمنې ادارې مشري کوله دا هم ویلي دي چې دی به د راتلونکو دریو میاشتو لپاره د انتقالي حکومت مشري وکړي. نوي حکومت نه دي ویلي چې درې میاشتې وروسته به څه کېږي.
د سانا د راپور له مخې پرون له دې مخکې د سوریې واکمنې عمومي قوماندانۍ اسد حسن الشیباني د بهرنیوچارو د وزیر په توګه وټاکه.
په نوې اداره کې یوې سرچینې رویټرز آژانس ته ویلي دي چې دا اقدام د سوریې د خلکو هغو هیلو ته په ځواب کې شوی دی چې غواړي دا هېواد له نړیوالې ټولنې سره اړیکي ولري او سوله او ثبات پکې ټینګ وي.
عمومي قومانداني وايي ۳۷ کلن شیباني د دمشق له پوهنتون څخه فارغ شوی دی او مخکې یې د ادلیب په اداره کې د سیاسي څانګې مشري کوله.
د سوریې واکمنې عمومي قوماندانۍ له دې مخکې اسعد حسن الشیباني د بهرنیوچارو د وزیر په توګه وټاکه.
د الشرع ډلې چې په ۲۰۱۶ کال کې یې له القاعده شبکې سره اړیکي پرې کړل او وروسته یې څو کاله په ادلیب کې د اسد د رژیم د مخالفینو تر واکمنۍ لاندې ادارې مشري کوله د نوامبر میاشتې په وروستیو کې د رژیم د ځواکونو پرضد پراخ عملیات پیل کړل او ښارونه یې یو په بل پسې نیول ترڅو چې دمشق ته ورسېدل.
الشرع چې په روانه اونۍ کې یې له نړیوالو استازو سره لیدنې کتنې درلودې ویلي دي چې د ده ډېر تمرکز به د هېواد پر بیارغونه او اقتصادي پرمختګ وي. هغه ټینګار کړی چې د نويو کړکېچونو جوړولو ته لېوالتیا نه لري.
واشنګټن د الشرع هیات تحریر شام په ۲۰۱۳ کال کې د تروریستي ډلو په لیست کې شامل کړ، خو د جمعې په ورځ امریکايي چارواکو وویل چې واشنګټن به د هغه پرسر د لس میلیون ډالرو جایزې اعلان بېرته واخلي.