د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

امریکا د پاکستان د بالستیک توغندیو د پروګرام په تړاو اضافي بندیزونه لګولي


د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړ، وویل، متحد ایالتونه به په پاکستان کې  د لرې واټن توغندیو د خپریدو پرضد هڅو ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ویبپاڼه کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې دي چې په پاکستان کې پر څلورو شرکتونو د بندیز پریکړه د پاکستان د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د پراختیا د ادامې او د هغه له امله د رامنځته شوي ګواښ په رڼا کې شوې ده.

په اعلامیه کې دا څلور شرکتونه یاد شوې دي چې یو یې د پاکستان د ملي پراختیا کمپلیکس دی چې د پاکستان د بالستیک توغندیو د پروګرام مسوول دی او د پاکستان د اوږده واټن بالستیک توغندیو د پروګرام د پراختیا لپاره یې د موادو د ترلاسه کولو هڅې کړې دي، بل ایفیلیټس انټرنشنل، اختر او سنز خصوصي شرکت او څلورم راک سایډ انټرپرایز شرکت دی چې د تجهیزاتو د رسولو لپاره یې کار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبې د ډسمبر ۱۹ په یوه بیان کې چې په خپله ایکسپاڼه کې یې خپور کړی دی د واشنګتن پریکړه د تاسف وړ او مغرضانه بللې ده. په دې بیان کې وړاندې راغلې دي چې اسلام اباد خپلې ستراتیژيکې وړتیاوې د خپل حاکمیت د دفاع او په جنوبي اسیا کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره دي او دا ډول تګلارې د سیمې او له هغې بهر د ستراتیژیک ثبات لپاره خطرناکې پایلې لري.

تیره میاشت هم واشنګتن د پاکستان د بالستیک توغندیو په تړاو په پنځو بنسټونو او یوه کس بندیزونه لګولي و چې په پاکستان کې یې د توغندیو په پراختیا او د توغندیو د تجهیزاتو او ټکنالوژي په چارو کې لاس درلود.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماتیو میلر ویلي دي چې د پیکینګ یو تحقیقاتي انستتیوت له پاکستان سره همکاري کړې ده چې د شاهین درې او ابابیل توغندیو سیستمونه جوړ کړي او د دې امکان شته چې اسلام اباد د نورو پراخو سیستمونو لپاره له چین څخه تجهیزات ترلاسه کړي.

د امریکا متحد ایالتونو پروسږکال په اکتوبر میاشت کې د چین پر دریو شریکتونو هم بندیزونه لګولي و چې پاکستان ته داسې مواد صادروي چې د توغندیو په صنعت کې ګټه ترې اخلي.

XS
SM
MD
LG