د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

مسکو: د روسي جنرال د وژلو په تړاو مو یو ازبک ټبیری شکمن کس نیولی دی


پلټونکي په هغه سیمه کې د پلټنې په حال کې دي، چې د ډیمسبر په ۱۷مه په کې روسیي جنرال ایګور کېریلوف او مرستیال يې په یوې بمي چادونه کې ووژل شول
پلټونکي په هغه سیمه کې د پلټنې په حال کې دي، چې د ډیمسبر په ۱۷مه په کې روسیي جنرال ایګور کېریلوف او مرستیال يې په یوې بمي چادونه کې ووژل شول

روسي چارواکو د چهارشنبې په ورځ د (ډیسمبر په ۱۸مه) وویل، دوی د هغې چاودیدنکې وسیلې د ځای پر ځای کولو په تړاو یې چې یو لوړ پوړی روسي جنرال په کې ووژل شو یو ازبک ټبیری شکمن کس نیولی دی. د د روسي چارواکو په خبره، تورن کس په جرم اعتراف کړی دی.

د روسیې د اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي دفاعي ځواکونو مشر جنرال کیریلوف او د هغه مرستیال پرون سهار وختي په مسکو کې د یوې ودانۍ مخې ته د ځای پرځای شوي بم په چاودنه کې ووژل شول.

په داسې حال کې چې په رسمي توګه کوم کس یا ډلې د دې وژنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو د اوکراین د استخباراتو یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، چاودنه د اوکراین د استخباراتو د ادارې د ځانګړو عملیاتو پایله ده.

د روسیې د فډرالي امنیت ادارې نن په یوه بیان کې وویل، نیول شوی ازبک کس تورن دی چې د اوکراین د ځانګړو ځواکونو له خوا استخدام شوی او روزل شوی دی.

د روسیې د فډرالي د امنیتي ادارې په بیان کې ویل شوي، د اوکراین څخه په لارښوونه مشکوک کس " مسکو ته ورسید، هلته یې په کور کې جوړه شوې پیاوړي چاودیدونکی وسیله ترلاسه کړه، چې په یو بریښنايي سکټور کې یې ځای پر ځای او د جنرال ایګور کیریلوف کور مخې ته یې ودروله. "

مشکوک کس په مسکو کې یوه پیاوړې چاودونې وسیله ترسره کړې وه او د جنرال کیریلوف کور مخته يې ودروله
د روسیې د فډرال امنیتي اداره

روسي چارواکو زیاته کړې، دا ځای پر ځای شوی بمب هغه مهال چې کیریلوف او د هغه مرستیال له ودانۍ څخه د وتلو په حال کې وو، وچاودیده.

په بیان کي دا هم ویل شوي چې دغه مشکوک کس چې په ۱۹۹۵ کال کې زېږېدلی، په یوه اروپايي هېواد کې د استوګنې او ددې وژنې په بدل کې سل زره امریکايي ډالر ورکړل شوي. د روسي د فډرالي امنیتي خدمتونه ادارې په وینا تورن د عمري بند له سزا سره مخ دی.

د روسیې د فډرالي خدمتونو ادارې د اوکراین د استخباراتو هغو افسرانو ته چې په دې طرحه کې ښکیل دي په موندلو او سزا ورکولو ټینګار کړی دی.

۵۴ کلن کېریلوف د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې دتیري له پیل راهیسې تر ټولو لوړ پوړي روسي پوځي افسر دی چې په یوه ښکاره چاودنه کې وژل کېږي.

د روسیې د اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي دفاعي ځواک هغه ځانګړي ځواک دی چې د راډیو اکټیف، کیمیاوي او بیولوژیکي ککړتیا په شرایطو کې فعالیت کوي.

کېریلوف د روسی افسرانو او جنګ پلوه شخصیتونو له هغې ډلې څخه دی چې په روسیه او د روسیې له خوا د اوکراین په اشغال شوي سیمو کې وژل کیږي.

د راپورونو له مخې د هغه مړینه یوه اونۍ وروسته له هغې ده چې د روسیې د کروز توغندیو جوړونکي کمپنۍ یو جګپوړی چارواکی له پلازمېنې مسکو بهر په ډزو ووژل شو. روسیه د اوکراین په جګړه کې له دې توغندیو کار اخلي.

XS
SM
MD
LG