خبرونه
د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې ملیونونه کسان کافي خواړه نه لري
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې په افغانستان کې ملیونونه کسان چې کافي خواړه نه لري، د ژمي له سختې یخنۍ سره مخامخ دي.
د دې ادارې د افغانستان څانګې نن دوشنبه پر خپله ایکس پاڼه د یوه بېوزلي افغان د ویډیو په خپرولو لیکلي، چې د دغو کسانو ډېری یې خپلو اولادونو ته د خوړو برابرولو یا هم تاوده ساتلو لپاره اړ دي، چې غیرممکن انتخابونه هم وکړي. په ویډیو کې بېوزلي افغان ویلي، چې د خځلو او پلاستیکونو په سوځلو سره د ژمي سړې شپې سبا کوي.
تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ ازادۍ راډیو ته ویلي وو، د افغانستان په ځینو برخو کې د ژمي پر مهال د هوا درجه منفي ۲۰ سانټي ګرېډو ته راټیټېږي او دا تر ډېره نوي راستانه شوي یا هم بېځایه شوي کسان له خطر سره مخامخوي، چې د ځانونو د تودولو او مړولو وس نه لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اسراییل وايي، د یمن د ایران پلوې حوثي ډلې توغندی یې شنډ کړی دی
اسراییل وايي چې د هوایي مدافعې سیسټمونو یې له یمن څخه یوتوغول شوی توغندی مخکې له دې چې د اسراییل خاورې ته ورسیږي، شنډ کړ.
د اسراییل پوځ نن- د مرغومي ۷مه، سهاروختي مهال وویل چې د دې شنډ کړای شوي توغندي د ټوټو د راپریوتو له امله د احتمالي زیانونو په خاطر د اسراییل په څو مرکزي سیمو کې د خبرداري زنګونه وهل شوي و.
له دې مخکې اسراییلي جنګي جټ الوتکو پرون پنجشنبې د ایران ملاتړو حوثي یاغیانو د بریدونو په ځواب کې په یمن کې څو ځایونه په نښه کړل. د رسمي شمېرو له مخې، د دغو بریدونو په نتیجه کې لږترلږه شپږ کسان ووژل شول او له ۴۰ زیات نور ټپیان شول.
د غزې د جګړې له پیل راهیسې، د یمن حوثيانو پراسراییلو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو بریدونو ته دوام ورکړی. اسراییل د ځوابي حملو په ترڅ کې په وروستي هوایي برید کې د صنعا د نړیوال هوایي ډګر په ګډون د حوثیانو بنسټیز تاسیسات په نښه کړل.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ماښام د هغه څه چې ده د " ایران د شرارت محور" وباله، د له منځه وړلو لپاره د اسراییل پرهوډ یوځل بیا ټینګاروکړ.
د یونیسیف خبرداری؛ ښايي په افغانستان کې د خوړو ناامني لا زیاته شي
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړوجهي صندوق یونیسف وایي، د دې خطرشته په افغانستان کې د خوړو نا امني لا زیاته شي.
یونیسف په یوه راپور کې چې د ملګروملتونو ریلیف ویب ویبپاڼې خپور کړی اټکل کوي چې په ژمي کې به د ورښت کچه له متوسطې اندازې کمه وي او تر پسرلي پورې به دوام وکړي چې په نتیجه کې به یې د واورو او ابو زېرمې کمې شي او داحالت به د پسرلي ترپایه دوام وکړي.
یونیسف د خوړو د نا امنۍ د احتمالي زیاتیدا د ځینو نورو عواملو لکه د خوندیتوب د امکاناتو د کموالي، خراب اقتصادي وضعیت، لومړنیو خدمتونو ته د نه لاسرسي، طیبعي خطرونو، د اقلیم له امله د پېښېدونکو زیانونو او همدارنګه د سیمه ییزو سیاسي تحرکاتو یادونه هم کړې چې په وینا یې د افغانانو د رغیدو پروړتیا ناوړه اغیز کوي.
یونیسیف دا هم ویلي چې ۱۴،۸ ملیونه کسان به چې د افغانستان د وګړو ۳۲ سلنه جوړوي، د ژمي په میاشتو کې بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري. د خوړو نړیوال پروګرام بیا ویلي په را روان ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې نژدې ۲۳ ملیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.
نن د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د ټسټ لوبې دوهمه ورځ ده
د زیمبابوې او افغانستان د کرکټ د ملي ټیمونو ترمنځ نن د ټسټ لوبې دوهمه ورځ ده.
پرون د زیمبابوې لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو درې سوه درې شپيته منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لورې اله محمد غضنفر دوې ویکټې او نوید ځدران او ظاهر خان یوه یوه ویکټه اخیستې ده.
دا پنځه ورځنۍ لوبه د زیمبابوې په بلاوایو ښار کې شروع شوې ده.
افغان لوبډلې د زیمبابوې له ټیم څخه د دې سفر په ترڅ کې د درې پنځوس اورونو او درې شل اورونو لړۍ ګتلې دي.
په پام کې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوې ټسټ لوبې وشي چې دوهمه یوه یې د جدي په دیارلسمه پیلیږي.
ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، سلواکیا د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې هڅې پیل کړې دي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، د سلواکیا صدراعظم رابرت فیڅو څرګنده کړې ده چې هیواد یې د ماسکو او کییف ترمنځ د اوکراین د جګړې په اړه د سولې احتمالي خبرو ته زمینه برابروي.
ولادیمیر پوتین پرون رسنیو ته وویل چې فیڅو له ده سره په خپلو وروستیو خبرو کې ورته ویلي دي، که چیرته خبرې وشي نو خوښ به وي چې سلواکیا یې کوربنه وي.
د پوتین ډیر وړاندیزونه تر اوسه د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي ته د منلو نه ښکاري.
له دوه زره دوه ویشتم کال راپه دې خوا چې روسیې پر اوکراین غیرموجه برید پيل کړی، فیڅو د اروپا له ګوتو په شمیرو مشرانو څخه دی چې له پوتین سره یې خپله دوستي ساتلې ده.
دا دوستي د دې سبب شوې ده چې زیلینسکي او د لویدیځ ګڼ مشران د سلواکیا پر صدراعظم انتقاد وکړي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان راتلونکې میاشت مسکو ته سفر کوي
ټاکل شوې ده چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان راتلونکې میاشت روسیې ته سفر وکړي.
د ایران او روسیې رسنیو پرون د دې سفر خبر ورکړ.
د ایران تسنیم اژانس په ماسکو کې د ایران د سفیر کاظم جلالي په وینا لیکلي دي چې پزشکیان به د جنوري به اوولسمه روسیې ته ولاړ شي او د دې سفر په ترڅ کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ یو توافقلیک لاسلیک کړي.
پر ایران او روسیې لویدیځ سخت اقتصادي بندیزونه لګولې دي او په وروستیو کلونو کې دغو دواړو هیوادونو په خپلو کې همکارۍ زیاتې کړ دي.
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د څلورم فصل په اوومه اوونۍ ۲ مسابقې وشوې
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د څلورم فصل په اوومه اوونۍ کې پرون ماسپښین هم دوې مسابقې وشوې.
په لومړۍ هغه کې د هرات د صرافانو ټیم د سرپل له خدیم اف سي ټیم سره خپله لوبه ۲-۲ مساوي کړه.
په دویمه مسابقه کې د هرات د سرخ پوشان خوافي لوبډلې د کندهار له عینو مېنې صفر د یو په وړاندې لوبه وګټله.
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د څلورم فصل سیالۍ د هرات په کوربه توب د ۱۲ لوبډلو په ګډون سره د لیندۍ/ قوس پر ۱۶مه پیل شوې.
د پاکستان پوځ د ۱۳ وسلوالو د وژل کېدو خبر ورکړ
د پاکستان پوځ، د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ۱۳ وسلوالو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان پوځ ویلي، چې امنیتي ځواکونو د پنج شنبې په ورځ په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې د دوو حملو په نتیجه کې ۱۱ افراطي وسلوال ووژل.
د راپور له مخې ۲ نور افراطي وسلوال په بنو سیمه کې وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ دغه راز ویلي، چې د پوځ یو جګړن په شمالي وزیرستان کې له افراطي وسلوالو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی.
دغه سیمه پخوا د تحریک طالبان پاکستان یا (TTP) د تحرکاتو عمده مرکز و.
ټي، ټي، پي په وروستیو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو خپلې حملې زیاتې کړې دي.
ناټو د اذربایجان د یوې الوتکې د سقوط د څېړنې غوښتنه وکړه
د شمالي اتلانتیک پوځي تړون یا ناټو پرون د اذربایجان د هوايي شرکت د یوې الوتکې د سقوط په اړه د بشپړو څېړنو غوښتنه وکړړه.
دغه الوتکه چې ۶۷ کسان په کې سپاره وو، د چهارشنبې په ورځ د قزاقستان د اقتاو ښار ته څېرمه نسکوره شوه، چې له امله یې ۳۸ کسان مړه شول.
د ناټو ویاندې فرح دخل اله پرون پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې د الوتکې د سقوط د پېښې قربانیان او کورنۍ یې د دوی په سوچ او دعاګانو کې دي.
هغې ټپیانو ته د عاجلې شفا او د الوتکې د سقوط د پېښې په اړه د بشپړو څېړنو غوښتنه کړې ده.
ځینو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دغه الوتکه د روسیې د هوايي مدافع د دستګاه له خوا ویشتل شوې ده.
له اردن څخه سوریې ته د کډوالو ستنېدل پیل شوي
د اردن د کورنیو چارو وزیر وايي په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت له ړنګېدو وروسته د سوریې شا و خوا ۱۸زره وګړي له اردن څخه، خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
مازن الفراية پرون دولتي ټلویزیون المملكة ته وویل، د ډسمبر پر اتمه د اسد د رژیم تر ړنګېدو وروسته تر پرون پنج شنبې د سوریې شا و خوا ۱۸زره وګړي بېرته خپل هېواد ته تللي دي.
د هغه په وینا له کله چې په ۲۰۱۱م کال کې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوه، د سوریې یو ملیون او ۳۰۰زره وګړي اردن ته کډوال شول، چې ۶۵۰زره یې له ملګرو ملتونو سره رسماً راجسټر شوي وو.
ههنگاو: ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۷۱ ته ورسېد
د ایران د بشري حقونو یوه اداره وايي، د یوه بل افغان وګړي په اعدام سره، په روان میلادي کال کې په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۷۱ تنو ته ورسېد.
د ههنگاو په نوم د ایران د بشري حقونو غیردولتي بنسټ، پرون پنج شنبه په یوه راپور کې ویلي، چې د شېراز په عادل اباد مرکزي زندان کې د چهارشنبې په ورځ د یوه افغان په ګډون دوه بندیان اعدام شول.
په راپور کې ویل شوي، د کاتب سیدنیان په نوم افغان وګړی د "عمدي قتل" په تور اعدام شوی دی.
د بشري حقونو سازمانونو او مدافعانو تر دې مخکې ویلي، چې په ایران کې د تورنو کسانو د دوسیو د څېړلو بهیر عادلانه نه دی او اکثره تورن کسان نه شي کولی چې مدافع وکیل ولري.