د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

سوریه کې پر پوځي اهدافو د اسراییلو د هوايي بریدونو دوام


د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې نن شنبه ویلي، د اسراییل جنګي الوتکو تېره شپه په سوریه کې شا و خوا ۴۰ هوايي حملې کړي او د پلازمېنې دمشق په مربوطاتو کې یې پوځي پوستې ویشتلې دي.

په بریتانیا کې دېره دغه بنسټ ویلي، د اسرائیل پوځ د دمشق په شمال کې د یوه څېړنیز مرکز په ګډون ګڼ اهداف ویشتلي دي.

له کله چې تېره یکشنبه بشارالاسد له واکه وپرځول شو، د اسرائیل هوايي ځواکونه په پرله پسې ډول په سوریه کې پرلپسې پر پوځي تاسیساتو هوايي حملې کوي.

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ وايي د اسراییل الوتکو د وسلو ډیپو، یو پوځي هوايي ډګر او سمڅې ویجاړې کړې دي.

په سوریه کې د تحولاتو په دوام د جرمني د یوه محافظه کار ګوند مشر فریدریش میرز د اروپايي هېوادونو پر سرحدونو د سخت کنټرول غوښتنه وکړه، چې اروپايي هېوادونو ته د سوریې د پرځول شوي ولسمشر بشارالاسد د پلویانو او خواخوږو د داخلېدو مخه ونیول شي.

ښاغلی میرز چې ښايي د جرمني نوی صدراعظم شي، ویلي چې په کار ده اروپايان په ګډه دا یقیني کړي چې د اسد د رژیم پلویان او د ټیټې رتبې چارواکي اروپايي هېوادونو ته نه داخلېږي.

بلخوا د اروپايي ټولنې یوه چارواکي ویلي، دغه ټولنه به ډېر ژر د سوریې له نویو واکمنانو سره ډیپلوماتیک تماسونه ایجاد کړي.

د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، دغه اروپايي چارواکي چې د نوم نه ښوولو په شرط خبرې کولې، پرون جمعه ویلي: «هغه څه چې دا مهال ورباندې غور کوو دا دي، چې د سوریې له نویو واکمنانو سره تماسونه ایجاد شي او د خپلو توقعاتو په اړه پیغامونه ورولېږو.»

هغه ویلي، چې دغه تماسونه به یوازې په کاري ساحه کې وي او هیله ده ژر ټینګ شي.

د دې تر څنګ ټاکل شوې چې د اردن د سره سمندرګي په ساحلي ښار العقبه کې نن شنبه د عرب هېوادونو، ترکیې، اروپايي ټولنې او د امریکا د متحدو ایالتونو ډیپلوماټان د سوریې پر وضعیت خبرې وکړي.

د هییت تحریر شام ډلې په مشرۍ افراطي وسلوالو تېره یکشنبه دمشق ونیوه او د بشارالاسد رژیم یې نسکور کړ، دوی د سې شنبې په ورځ محمد البشیر په سوریه کې د لنډمهاله حکومت د مشر په توګه وټاکه.

XS
SM
MD
LG