د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۵

پاکستان کې د ناامنۍ دوام؛ بېلابېلو نښتو کې ۲۲ وسله‌وال او ۱۲ پاکستاني پوځيان وژل شوي


پاکستاني پوځيان
پاکستاني پوځيان

د پاکستان پوځ پرون شنبې ناوخته د (ډسمبر ۷مه) په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې ادعا کړې، د خیبرپښتونخوا په درې سیمو کې یې په بېلابېلو وسله‌‌والو نښتو کې د ډسمبر په ۶ او ۷ مه د اسلامي دولت ډلې یا داعش ۲۲وسله‌وال وژلي دي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي، د ګل امام په ټانک سیمه کې له داعش وسله‌‌والو سره په نښته کې ۹ داعشیان وژل شوي او ۶ نور يې ټپیان دي.

د اعلامیې پر بنسټ، د پاکستان د پوځ په یوشمېر عملیاتو کې چې په وزیرستان کې ترسره شول، د داعش لس وسله‌وال وژل شوي دي.

وړاندې د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې ادعا شوې چې، د ثل په نوم سیمه کې پاکستاني پوځیانو د داعش وسله‌‌والو هغه عملیات له‌‌منځه وړي، چې هڅه یې کوله د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړي او ويې نیسي.

د پوځ په خبره، په‌‌دې عملیاتو کې درې داعش وسله‌‌وال او ۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

په‌دې وروستيو کې پاکستان کې د ناامنۍ پېښې تر بل هرڅه ډېرې شوي.
په‌دې وروستيو کې پاکستان کې د ناامنۍ پېښې تر بل هرڅه ډېرې شوي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي دفتر په اعلامیه کې وړاندې ادعا شوې، په سیمه کې د داعش وسله‌والو د تهدیدونو د له‌‌‌منځه پر وړاندې لا هم عملیات روان دي.

دا په‌‌داسې حال کې ده چې د خیبرپښتونخوا په کورمه کې د وسله‌والو له‌خوا د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې په برید کې ۶ پاکستاني سرحدي عسکر وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.

په کورمه کې یو پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې سره پرون شنبې په خبرو کې ویلي، وسله‌‌والو کسانو پرون سهار وختي په خپیانګه سیمه کې د خرسین په نوم پر یوې امنیتي پوستې بریدونه وکړل.

ددې چاوراکې په خبره، د خرسین امنیتي پوسته شمالي وزیرستان سره نژدې پر لوړو غرونو جوړه شوې، چې د هغه په خبره، وسله‌‌وال له شمالي وزیرستانه ورغلي وو.

دغه چارواکي دا هم ویلي چې، ټپیان شوي عسکر د ټل پوځي روغتون ته انتقال شوي دي.

له‌‌دې وړاندې هم د خیبرپښتونخوا په کورمه کې د پاکستاني پوځیانو او وسله‌‌والو ترمنځ نښتې رامنځته شوي، چې دواړو خواو ته یې درانده تلفات اوړلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG