په حمص کې د باغیانو پرمختګ هغه هم د حما له نیولو یوه ورځ وروسته
د بشاراسد مخالفو باغي ځواکونو د حما ښار نیولی او په حمص کې د پرمختګ په حال کې دي. د هئیت تحریر الشام ډلې د پنجشنبې په ورځ حما ښار له دولتي ځواکونو ونیوه. شنونکي د حما سقوط د بشاراسد رژیم ته لوی ګوزار ګڼي. حما د پلازمینې دمشق د دفاع لپاره حیاتي ښار بلل کېده. نور حال د صفي الله ستانکزي په راپور کې