د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

د روسیې دفاع وزارت: اوکراین د روسیې پر خاورې د امریکایي توغندیو په وسیله برید وکړ


د امریکا اټکمز راکټونه
د امریکا اټکمز راکټونه

د روسیې دفاع وزارت وایي چې اوکراین پرون سې شنبې د دې هېواد پر خاورې د امریکایي توغندیو په وسیله برید وکړ.

د روسیې دفاع وزارت وایي، د اوکراین ځواکونو اټکمز ATACMS ډوله شپږ توغندي چې متحدو ایالتونو کییف ته ورکړي، د دې هېواد پر بریانسک سیمې ویشتي دي.

دې وزارت پرون سې شنبې په یوه بیان کې ادعا وکړه چې ځواکونو یې وکولای شول چې پنځه توغندي له مینځه یوسي او بل زیانمن کړي.

د روسیې د دفاع وزارت په خبره، د زیانمن شوي توغندي ټوټې په سیمه کې پریوه پوځي هدف را پرېوتې چې له امله یې اورلګېدلی، خو چاته یې تلفات نه‌دي اړولي.

اټکمز توغندي
اټکمز توغندي

تر دغه برید څو ساعته مخکې د روسیې بي‌بي‌کې RBK رسنۍ د اوکراین په پوځ کې د یوې باخبره سرچینې له قوله چې د هویت د نه افشا کېدو په شرط یې ورسره خبرې کړي، خبر ورکړ چې ویلي یې دي، د دې هېواد ځواکونو د لومړي ځل لپاره له اټکمز توغندیو کار اخیستی، د روسیې د بریانسک په جنوب غربي سیمې کراچف کې د روسیې پوځي تاسیسات په نښه کړي او هغه یې زیانمن کړي دي.

کییف په رسمي توګه دغه راپورونه نه‌دي تایید کړي، خو د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د دغو راپورونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې دومره وویل چې هېواد یې په کوردننه تولید شویو د لیرې واټن وهونکو بې پیلوټه الوتکو په ګډون د لیرې واټن ویشتونکو وسلو وړتیاوې لري او اوس هم اټکمز توغندي په لاس کې لري.

د ازادې/اروپا ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې کییف په غچ اخیستونکو عملیاتو کې له دغو توغندیو چې په دقیق ډول د هدف د ویشتلو وړتیا لري، داسې مهال کار اخیستی چې پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل زر ورځې پوره شوې.

د څارونکو په باور اوکراین هڅه کوي چې د روانې جګړې ستراتیژیکه ارزونه بدله کړي او وښيي چې د روسیې قلمرو د اوکرایني ځواکونو له مستقیمو بریدونو خوندی نه‌دی.

په عین حال کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پرون سې شنبې د خپلو اټومي وسلو په اړه بیا کتل شوي دوکتورین لاسلیک کړل چې د دې هېواد ځواکونو ته اجازه ورکوي چې د روسیې پر خاورې د اټومي وسلو لرونکي هېواد په ملاتړ د برید په صورت کې کولای شي د دغو وسلو کارول په پام کې ونیسي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د دغو دوکتورینو له مخې یو هېواد چې د یوه اټومي وسلو لرونکي متحد په ملاتړ د روسیې پر خاورې برید کوي، هغه یې پر خاورې د ټول ایتلاف له‌خوا تېری ګڼل کېږي.

د نیویارک ټایمز، واشنګټن پوست او اسوشېټېډپرېس په ګډون یو شمېر امریکایي رسنیو د یو شمېر باخبرو سرچینو له خولې د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې وایي، د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن پر هغو وسلو چې اوکراین ته یې ورکړي، محدودیتونه لیرې کړي او کییف ته اجازه ورکوي چې له امریکایي لیرې واټن ویشتونکو توغندیو څخه د روسیې په خاوره کې دننه د بریدونو د په نښه کولو لپاره کار واخلي.

د راپور له مخې، که له یوې خوا له دغو پرمختللو امریکایي توغندیو څخه د اوکراین استفاده، د دې هېواد د پوځي ستراتیژۍ پوخوالی او ورسره د لوېدیځو متحدینو زیاتېدونکی ملاتړ په ډاګه کوي، له بلې خوا د روانې جګړې د سختېدو د احتمال په اړه هم اندېښنې زیاتوي.

ویل کېږي چې له دغو وسلو د روسیې پر خاورې برید به مسکو وهڅوي چې سخت ځواب ورکړي.

له دې سره سره روسي ځواکونو په دې وروستیو کې پر اوکراین بریدونه زیات کړي چې یوازې په یوه برید کې چې د اوکرایني چارواکو په خبره، پرون سهار د اوکراین په شمال ختیځ کې د سومي په هلوخیف ښارګي کې د هستوګنې یوه ودانۍ په نښه شوې وه، د یوه ماشوم په ګډون شپږ تنه ووژل شول او ۱۲ تنه نور ژوبل شول.

تر دې وړاندې پر سومي ښار د روسي ځواکونو د دوه ورځې مخکې بریدونو په ترڅ کې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او شاوخوا پنځوس تنه ټپیان شوي وو.

د سومي چارواکو په ۲۳ ګڼ مېشتو سیمو او کلیو کې خلکو ته له خپلو کورونو د وتلو امر کړی دی.

د دې سیمو شاوخوا ۶زره اوسېدونکي په دوامداره توګه د روسي ځواکونو تر بریدونو لاندې دي.

پر اوکراین د روسیې یرغل چې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شوی، پر یوې اوږدې جګړې بدل شوی چې په ترڅ کې یې دواړو لورو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG