د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

بغلان کې له ښوونکو د امارت پېژندنې ازموینه؛ ښوونکي: ډېری پوښتنې د تېر دولت او د طالبانو رژیم په اړه وې


د طالبانو له ازموينو یو انځور
د طالبانو له ازموينو یو انځور

د ښوونځیو یو شمېر ښوونکي چې په دې وروستیو کې یې په بغلان ولایت کې د طالبانو حکومت د "امارات پېژندنې" په ازموینه کې ګډون کړی، وايي، په ازموینه کې ډېری پوښتنې د ړنګ شوي جمهوري نظام او د طالبانو د اوسني حکومت د پرتله کولو په اړه وې.

دوی د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل چې په ازموینه کې ګډون حتمي و او له دې مخکې د امارت پېژندنې په نوم یو کتاب دوی ته ورکړل شوی و چې طالبانو یې پر لوستلو ټینګار کړی و.

د بغلان یو ښوونکی وايي: په دې اړه یې پوښتنه کړې وه چې تاسو تېر او اوسنی حکومت څنګه ارزوئ.

په بغلان ولایت کې د ښوونځي یوه ښوونکي چې په دې ازموینه کې یې ګډون کړی و او نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "له ټولو ښوونکو څخه یې عمومي ازموینه واخیسته او د هرې برخې په هکله پوښتنې وې، تر ټولو مهمه یې د پخواني او اوسني حکومتونو مقایسه کول و، په دې اړه یې پوښتنه کړې وه چې تاسو تېر او اوسنی حکومت څنګه ارزوئ."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې په بغلان ولایت کې له ۱۰۰۰ څخه د زیاتو ښوونځیو له ښوونکو څخه د "امارت پېژندنې" ازموینه واخیسته.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د يکشنبې په ورځ د اکټوبر په ٢٧مه نېټه د دغه ازموینې د ترسره کېدو په هکله خبر ورکړی دی.

د طالبانو حکومت له یوه کال راهیسې د "امارت پېژندنې" ازموینه اخلي او په ټولو ولایتونو کې له زده‌کوونکو، د ښوونځیو له ښوونکو، آن له بندیانو او د ټولنې له نورو طبقو څخه د دې ازموینې اخیستل دوام لري.

د طالبانو تر کنترول لاندې د یو شمېر رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې د دې ازموینې غوره ګډون کوونکو ته جایزې ورکړل شوې.

د بغلان ولایت یوه ښوونکي محمد نادر چې د امارات پېژندنې په ازموینه کې یې برخه اخیستې وه، ازادي راډیو ته یې د دغو جایزو د څرنګوالي په اړه وویل: "ډېری پوښتنې د امارت د تاریخ په اړه وې، له اول نمره څخه تر لسم نمره پورې جایزې ورکول کېدې، اول نمره ته یې یو کمپیوتر ورکړ، دوهم نمره ته یې یو ساعت او درېیم نمره ته یې موبایل ورکړ، په همدې ډول تر لسم نمره پورې یې هر یو ته ډالۍ ورکړې."

د پوهنتون استاد او د زده‌کړو برخې فعال جمشید فردي د امارات پېژندنې کتاب د وېش او له افغانانو څخه د دې ازموینو د اخیستو لپاره د طالبانو حکومت د هڅو په اړه وویل: "د ایډیالوژیکي محتوا شاملول او د ازموینې جبري کول د وخت له ضایع کولو پرته بل څه نه دي. زما په اند نه د افغان امنیتي ځواکونو سره د جګړې پر مهال د طالبانو تګلارې د منلو وړ وې او نه اوس چې د ډیفکتو حکومت په رامنځته کولو سره یې د اوسېدونکو ژوند تریخ کړی دی."

د زده‌کړو د برخې یوې بلې فعالې فرشتې نوري ازادي راډیو ته وویل: "طالبان یوازې هڅه کوي چې په ټولنه او په ځانګړې توګه پر محصلینو او استادانو د فشار په وسیله خپل نظرونه تحمیل کړي، دا مسئله د نړۍ د عصري علومو او عصري تدریسي مېتودونو او هغه څه چې زده‌کوونکي ورته اړتیا لري، څخه لوی واټن رامنځته کولای شي."

ارشیف: په افغانستان کې د ازموینو له بهیره یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د ازموینو له بهیره یو انځور

د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د امارت پېژندنې ازموينې موخه د اسلامي نظام څخه د ښوونکو د درک ارزونه او د هغوی د پوهاوي د کچې لوړول دي.

خو يو شمېر زده‌کوونکو چې په دې ازموینه کې یې برخه اخیستې، له ازادي راډيو سره په خبرو کې یې ادعا کړې چې په دې ازموينه کې د زده‌کوونکو او ښوونکو اجباري ګډون د دوى ورځنى درسي بهير ګډوډ کړى دى.

د دوی په خبره، دوی ته د طالبانو د امارت پېژندنې کتابونه په داسې حال کې وېشل کېږي او ازموینه یې اخیستل کېږي چې د درسي کتابونو او مسلکي ښوونکو کمښت د دوی په ښوونځیو کې له عمده ننګونو څخه دی.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG