د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

د افغان طالبانو ادعا: د داعش مشرتابه په پاکستان کې ځای پرځای شوې؛ کتونکي څه وايي؟


د داعش بیرغ
د داعش بیرغ

افغان طالبان ادعا کوي چې د داعش خراسان څانګې مشرتابه د پاکستان په بلوچستان کې ځای په ځای شوې، خو د چارو کتونکي متفاوت نظریات لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تلې په ۲۹مه نېټه په غور کې له داعش سره د طالبانو تر جګړې وروسته وویل چې دا وسله وال په بلوچستان کې د داعش له مرکزونو څخه رهبري شوي دي.

مجاهد په ایکسپاڼه يا پخواني ټویټر کې ویلي وو چې د داعش پر پټنځای د غور د مرکز فېروزکوه په نارکوه سیمه کې د دوی د ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د دې ډلې دوه مهم غړي وژل شوې دي.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د جولای په ۱۸مه ویلي وو چې د داعش مرکزونه له افغانستانه بهر دي.

هغه ویلي: "پر نړیوالو هم دا غږ کوو چې له افغانستانه بهر سیمه کې دې د داعش او د دوی په څېر د نورو مرکزونه له منځته یووړل شي، که داسې ونه شي ټولو ته به یې زیان ورسېږي لکه څرنګه چې یې موږ شاهدان یوو."

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

له واکه د لرې شوي جمهوریت چارواکو به ویل چې د طالبانو مشران د بلوچستان په مرکز کوټه کې دي او له هغه ځایه په افغانستان کې دننه د بریدونو پلانونه جوړوي، خو اسلام اباد تل دا تورونه ردول.

اوس طالبان د داعش په برخه کې ورته تور پوري کوي او پاکستان وایي چې د داعش خراسان څانګې ځینې کسان په پاکستان کې هم شته.

د میلیټنټ وایر تخصصي ویبپاڼې موسس لوکاس ویبر په دې باور دی چې طالبان د داعش د مشرانو د حضور په اړه دا تور د دې لپاره پورې کوي چې په افغانستان کې د دې ډلې موجودیت کم اهمیته ښکاره کړي.

هغه وايي: "طالبان دې ته لېواله دي چې له تروریزم سره د مبارزې مسوولیت خپلو ګاونډیانو ته وسپاري او له پيله یې هڅه کړې چې د داعش خراسان څانګې پړه پر پاکستان واچوي."

ویبر په دې اړه زیاتوي: "د داعش خراسان څانګې پراختیا په نړیواله کچه، په بهر کې د هغوی د عملیاتو زیاتېدل او منفي تبلیغاتو طالبان دې ته اړ کړي چې په افغانستان کې د دې څانګې نفود او وړتیا کمه ښکاره کړي."

له لوکاس ویبر سره د بلفاست کویینز پوهنتون استاد او د افغانستان د چارو کارپوه مایکل سمپل همنظره دی.

دی وایي، داسې د قناعت وړ راپورونه ده نه دي لیدلي چې دا څرګنده کړي چې د داعش خراسان څانګې مشران په بلوچستان کې دېره دي.

هغه وویل: "دا واضح ده چې ذبیح الله مجاهد غواړي دا ومنو چې اوس د داعش خراسان څانګې مشران په بلوچستان کې دي، همغسې چې طالبان تر ۲۰۲۱م کال پورې هلته وو. مجاهد د دې لپاره داسې خبرې کوي چې د داعش خراسان څانګې د فعالیتونو پړه پر پاکستان واچوي. طالبان په ورته وخت کې غواړي چې د خلکو پام له دې په بله شي چې دوی د تحریک طالبان پاکستان کوربانه دي او دا ډله په پاکستان کې بریدونه کوي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

مایکل سمپل زیاته کړه: "زما په باور حقیقت دا دی که داعش خراسان څانګه هم په افغانستان کې او هم په پاکستان کې فعالیت کوي او همغومره چې د طالبانو د حکومت مخالفه ده، د پاکستان د اوسني حکومت هم همغومره مخالفه ده."

پروسږکال د زمري په میاشت کې د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام د غونډې پر مهال د بمي چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۶۳ کسان ووژل شول چې مسوولیت یې داعش خراسان څانګې واخیست.

داعش خراسان څانګې په ۲۰۱۵م کال کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو خپل موجودیت اعلان کړ.

په پيل کې په دې ډله کې تر ډېرو هغه وسله وال وو چې له پاکستاني طالبانو ناراضه شوي وو او مشري یې پاکستاني حافظ سیعد خان کوله.

دې ډلې بیا په ننګرهار، کونړ او جوزجان کې سر راښکاره کړ.

د راپورونو له مخې له ۲۰۲۰م کار راپه دې خوا ثناالله غفاري د شهاب المهاجر په مستعار نوم د دې ډلې مشري کوي، د امریکا متحد ایالتونو د هغه د نیولو پر سر لس میلیونه ډالر جایزه ایښې ده.

رویټرز اژانس څرګندوي چې غفاري ۲۹ کلن دی، پروسږ کال په افغانستان کې له ټپي کېدو وروسته پاکستان ته وتښتېد او داسې ګومان کېږي چې په بلوچستان کې پټ شوی دی.

د ۲۰۲۱م کال له اګست راپه دې خوا چې طالبانو کابل نیولی دی، داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي یا یوناما په خپل درې میاشتني راپور کې چې د اکټوبر په وروستیو کې خپور شو، وویل چې د جولای له میاشتې رانیولې تر سپټمبر پورې د داعش د بریدونو په ترڅ کې ۲۸ ملکیان وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان شوې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پروسږ کال په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې وه چې د داعش خراسان څانګې د وسله والو او د هغوی د کورنیو د غړیو شمېر په افغانستان کې د څلور زرو او ۶زرو ترمنځ اټکل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زمري په میاشت کې وویل چې په افغانستان کې داعش خراسان څانګه فعاله ده او تر ډېرو د طبیعي منابعو له استخراجه، په ځانګړي ډول په ننګرهار کې د تالک کان له استخراج او بهر ته د دې ډبرو له قاچاقه ګټه اخلي.

دې وزارت په یوه بیان کې ویلي، که چېرته څوک داسې اطلاعات ورکړي چې ورسره د دې ډلې مالي شکبه ګډوډه شي، لس میلیونه ډالر جایزه به ترلاسه کړي.

یو شمېر کتونکي په دې باور دي چې داعش خراسان څانګه که هرځای وي، هم افغانستان، هم سیمې او هم له سیمې ورها پلو ته په یوه خطر بدله شوې ده.

XS
SM
MD
LG