د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

د افغانستان او چین ترمنځ د رېل پټلۍ پرانیسته؛ شنونکي په دې لاره د افغانستان صادرات هم اړین بولي


طالبانو ویلي، په لومړۍ جوپه کې ۵۰ کانټینره سوداګریز توکي شامل دي چې تر راتلونکو ۲۰ ورځو به حیرتان ته راورسېږي.
طالبانو ویلي، په لومړۍ جوپه کې ۵۰ کانټینره سوداګریز توکي شامل دي چې تر راتلونکو ۲۰ ورځو به حیرتان ته راورسېږي.

په بیجینګ کې د طالبانو سفارت د افغانستان او چین ترمنځ د توکو د لېږد رالېږد لپاره د رېل پټلۍ د پرانیستې خبر ورکوي.

په بیجینګ کې د طالبانو د حکومت سفارت پرون پنجشنبه د اکټوبر ۳۱مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د چین د جیانګسوی ولایت نانتونګ څخه د حیرتانو په لور یو قطار بار شوی دی.

د دغه سفارت د معلوماتو له مخې، په لومړۍ جوپه کې ۵۰ کانټینره سوداګریز توکي شامل دي چې تر راتلونکو ۲۰ ورځو به حیرتان ته راورسېږي.

په خبرپاڼه کې د نانتونګ ښار د مسوولانو په حواله ویل شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د توکو د لېږد دغه بهیر دوام ولري.

په بیجینګ کې د طالبانو د حکومت سفیر بلال کریمي په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې چې چینايي چارواکو هم په کې برخه اخېستې وه، وویل چې دا پروژه کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

په بیجینګ کې د طالبانو د حکومت سفیر بلال کریمي
په بیجینګ کې د طالبانو د حکومت سفیر بلال کریمي

د کریمي په خبره، د رېل پټلۍ دغه پروژه د چین د "یوې لارې یو کمربند" د ابتکار یوه برخه ده چې په اسیا کې د زېربنايي او سوداګرۍ شبکو د پیاوړتیا لپاره پلي کېږي.

الکوزی وايي: یو وخت مو له چین څخه د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت واردات لرل، خو اوس له یوه میلیارده یې هم کچه راکمه شوې ده، دغه د رېل کوم قطار چې له چین څخه افغانستان ته راځي، د سوداګرو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته کوي او ورسره به په صاداراتو او وارداتو کې زیاتوالی راشي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول خان جان الګوزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په جریان کې یاستئ چې په وروستیو کې د کراچۍ په بندر کې ستونزې رامنځته شوې او ورځ په ورځ له چین څخه زموږ ټرانزیټ مخ پر کمېدو دی. یو وخت مو له چین څخه د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت واردات لرل، خو اوس له یوه میلیارده یې هم کچه راکمه شوې ده، دغه د رېل کوم قطار چې له چین څخه افغانستان ته راځي، د سوداګرو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته کوي او ورسره به په صاداراتو او وارداتو کې زیاتوالی راشي."

د اقتصاد پوهانو له ډلې اذرخش حافظي د دغه پټلۍ له پرانیستې هرکلی کوي، خو وايي، که د افغانستان توکي له دې لارې د صادراتو اجازه ونه لري د افغانستان سوداګرو لپاره به ستونزې جوړې کړي.

هغه وايي: "که دا په ثابت ډول دوام وکړي نو ښه ده او مهمه مسئله دا ده چې له دې خوا هم د صادراتو اجازه وي او راغلې د رېل واګونونه بېرته خالي ونه لېږل شي او که داسې نه وي نو بیا د سوداګرو لپاره توکي ډېر لوړ پرېوځي او دوام نه شي پیدا کولای. که چېرته مو له چین سره خپل بندر رامنځته او پرانیستل شي نو په قیمتونو به ډېر اغېز وکړي، ځکه اوس په هر کانټینر له دوو څخه تر دوه نیم زره ډالرو پورې د ټرانسپورټ لګښت راځي."

اذرخش حافظي
اذرخش حافظي

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته چین له افغانستان سره اقتصادی تعامل ساتلی او د کانونو په ګډون د ګڼو زېربنايي پروژو په برخه کې یې د طالبانو له حکومت سره بېلابېل تړونونه کړي دي.

د یادونې ده چې شاوخوا لس کاله وړاندې د توکو لومړنی جوپه له چین څخه افغانستان ته رسېدلې وه چې هغه مهال دغه چاره په درېیو پړاوونو کې ترسره شوې وه چې په‌کې ۳زره ټنه سوداګریز توکي او ۷۵ کانټینره په‌کې شامل وو، خو د هغه مهال د چارواکو په خبره، دا چې له دې لارې یوازې واردات کېدل او صادارت نه وو نو دې لړۍ دوام ونه‌کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG