د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

د غور اوسېدونکي: زموږ په ولایت کې د معتادینو له لاسه اجتماعي ستونزې او غلاوي ډېرې شوي


ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې یو شمېر معتادین
ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې یو شمېر معتادین

د غور ولایت اوسېدونکي د معتادینو د ډېروالی له امله په دې ولایت کې د اجتماعي ستونزو، په تېره بیا غلاوو څخه سر ټکوي.

عزیزالله ادعا کوي چې یوه میاشت مخکې يې معتادینو د کور سامان غلا کړ او تر هغه وروسته دی او د کورنۍ غړي یې نه‌شي کولای چې له کوره ووزي او له خپلوانو احوال واخلي.

عزیزالله چې د فیروزکوه ښار په لومړۍ ناحیه کې ژوند کوي وايي چې د دې ناحیې اوسېدونکي له غلاوو څخه تنګ شوي دي.

هغه وویل: "د ګازو شل کیلويي ډبه غلا کوي او په سل یا دوه سوه افغانۍ يې خرڅوي، موږ له دغسې ستونزو سره مخ یو. موږ له دولتي ادارو څخه غوښتنه کوو چې معتادین راټول او درملنه یې وکړي، له دې پرته موږ له دوی څخه تنګ شوي یو."

ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادین
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادین

د طالبانو حکومت تر دې مهاله په غور ولایت کې د معتادینو د شمېر په اړه رسمي شمېرې نه دي اعلان کړي، خو په تېر جمهوري نظام کې دولتي مقاماتو څو ځله ويلي وو چې په دې ولایت کې له پنځوسو زرو څخه تر اویا زرو پورې معتادین ژوند کوي.

د دې ولایت اوسېدونکي وايي چې په وروستیو درېیو کالو کې د نشه يي موادو او اعتیاد په اړه د طالبانو د ځايي چارواکو بې پروايۍ او ناپامۍ له امله معتادین ډېر شوي دي.

د غور ولایت یو اوسېدونکی سلیمان نظري په دې ولایت کې د نشه يي موادو اسانه او ارزانه پيدا کېدل د معتادینو د ډېرېدو اصلی علت بولي.

هغه وویل: "دولت تر دې مهاله په دې اړه هیڅ مسوولیت پر غاړه نه دی اخيستی او هیڅ اقدام یې نه دی کړی، په غور ولایت کې د هرې ورځې په تېرېدو سره معتادین ډېرېږي، په فیروز کوه ښار کې د نشه يي موادو هغه پلورونکي ډېرېږي چې نشه يي مواد د پرچون په بڼه خرڅوي، زلمیانو او ځوانانو ته نشه يي مواد اسانه په لاس ورځي، په ښار کې او ښار څخه دباندې نشه يي مواد اسانه پيدا کېږي."

په تېر جمهوري نظام کې په غور ولایت کې د معتادینو د درملنې درې مرکزونه فعال وه، خو د طالبانو تر دوهمې واکمنۍ وروسته د دې مرکزونو فعالیت د یو څه وخت لپاره وځنډول شو او اوس په فیروزکوه ښار کې یوازې یو شل بستریز مرکز فعالیت لري.

معتادین ادعا کوي چې په دې مرکز کې هم دوی ته سم پام نه کېږي او کافي امکانات نه‌شته.

عبدالله وايي: زموږ لپاره دي سم او معیاري روغتون جوړ شي، سم خواړه او سم امکانات دي راته برابر شي چې موږ نشه پرېږدو.

د عبدالله په نوم یو معتاد دوه ځله دې مرکز ته ورغلی، خو د بستري کېدو اجازه نه ده ورکړل شوې، ده په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "موږ ته پام نه کېږي، زموږ لپاره دي سم او معیاري روغتون جوړ شي، سم خواړه او سم امکانات دي راته برابر شي چې موږ نشه پرېږدو."

اجتماعي فعال حبیب‌الله احمدي وايي چې د نشه يي موادو د خرڅولو، نشه يي موادو موادو پيدا کولو او اعتیاد سره تړلو ستونزو د مخنيوي یوازینۍ لاره دا ده چې په ټولنه کې معتادین کم شي.

احمدي وویل: "کله چې د کار زمینه نه وي برابره بې شکه چې ځوانان په نشو اخته کېږي او بې‌کاري د دې سبب هم کېږي چې ځوانان غلاوو ته مخه کړي، دا غلاوي که د خپلو کورنیو لپاره د روزۍ ګټل وي او که دا وي چې له دې لارې نشه يي مواد رانيسي."

هغه سروې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ترسره شوه، پایلې یې وښودل چې هغه مهال په افغانستان کې معتادین او د نشه یي موادو له امله زیانمن شویو خلکو شمېر نژدې درې میلیونه وو.

که څه هم تر ۲۰۱۵ ملادي کال وروسته د معتادینو په اړه بله سروې نه ده شوې، خو د طالبانو حکومت په افغانستان کې معتادین پنځه میلیونه ښيي او ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې د معتادینو شمېر نژدې څلور میلیونه ښودلی دی.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:28 0:00

----------------------
راپور: منصور خسرو

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG