د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

د طالبانو له‌خوا د ځينو کتابونو راټولول؛ لیکوالان: زمونږ په کتابونو کې د شریعت او کلتور خلاف څه نه‌شته


ارشیف: په افغانستان کې یو کتابتون
ارشیف: په افغانستان کې یو کتابتون

یو شمېر هغه لیکوالان چې کتابونه یې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له‌خوا راټول شوي، وايي، د دوی په کتابونو کې د شریعت او افغاني کلتور خلاف هېڅ هم نه‌شته.

د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان له یو شمېر ولایتونو څخه د طالبانو حکومت له‌خوا د دوی په ټکو د "ممنوعه کتابونو" راټولولو بهیر په دوام، سره یو شمېر هغه لیکوالان چې کتابونه یې راټول شوي ادعا کوي، د طالبانو دا عمل د دوی سره د مخالفت له امله دی.

دوی وايي چې طالبانو د دوی پر هغو کتابونو چې دیني او معنوي موارد لري، بندیز لګولی دی.

یو له دوی څخه په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ وايي، طالبانو یې د "د حضرت محمد ص په سیرت کې بښنه او تسامح" په نوم یو کتاب له کتابخونو راټول کړی چې یواځې په‌کې دیني مسایل وو.

په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ
په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ

نوموړي ازادي راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه: "معمولاً په کومو کتابونو چې بندیز لګېږي، هغه کتابونه دیني او ملي کلتوري ارزښتونو سره په ټکر کې وي یا د رژیم په تګلاره یې انتقاد کړی وي، خو زما په کتاب کې دا هېڅ هم نه و، زما کتاب یواځې د درېیو مقالو ټولګه وه چې یواځې د دیني اړخه څېړل شوې وې، خو موږ وینو څوک چې د طالب پلوی وي، هره چاره ورته جایزه ده او هر څه کولای شي او څوک چې انتقاد پرې کوي یا یې د نظر مخالفت کوي او یا هم طالبان داسې انګېري چې دا یې مخالف دی، د هغه بیا هره چاره باطله ده."

د افغانستان دننه یو بل افغان لیکوال، چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل، سره له دې چې په کتاب کې یې د شریعت او افغاني کلتور سره په ټکر کې څه نه و، بیا هم د طالبانو حکومت د فرمان له مخې، له کتابخونو راټول شوی دی.

هغه زیاته کړه: "کله چې زما په کتاب بندیز ولګېد، ما ته ډېره د حیرانتیا خبره وه، ځکه زما په کتاب کې د اسلامي او کلتوري ارزښتونو سره هېڅ هم په ټکر کې نه و او نه یې هم سیاسي رنګ درلود."

یو بل لیکوال، چې دا هم د ورته لامل له امله نه غواړي نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته په لیکلي پیغام کې ادعا کړې چې د طالبانو حکومت ځواکونه لیکوالان او د کتابونو پلورونکي ګواښي چې د نظر له شریکولو څخه دې ډډه وکړي چې په خبره یې دا یو ناعادلانه عمل دی.

د دې لیکوالانو د ادعاوو په اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو سرپرست معین مولوي ضیاالحق حقمل وپوښتل شول، خو د راپور تر خپرېدو یې پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د دې لیکوالانو ادعاوې داسې مهال دي چې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د راټولېدو لپاره ۴۰۰ بېلابېل عنوانه کتابونه ثبت کړي، چې د دوی د ادعا له ‌مخې د دوی د ايډیالوژۍ، عقیدې، د اسلام او افغانیت ضد و.

دغه وزارت ویلي چې کتابونو به په ټولو ولایتونو کې له کتاب پلورنځیو راټول شي.

دا بهیر، چې له پلازمېنې کابل پیل شوی، تازه د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د دوی تر کنترول لاندې ملي راډیو تلوېزیون یې تراوسه په پکتیا او دایکندي کې د عملي کېدو د پیل خبره کړې ده.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشرانو سرپرست مولوي ضیاالحق حقمل د اکټوبر په ۲۴مه په خپله ایکس‌پاڼه ویلي وو چې د راټولېدونکو کتابونو پر ځای نوي چاپ شوي کتابونه به خپرونکو ته ووېشي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر لمریز کال کې یو شمېر کتاب‌ پلورونکو او خپرونکو ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې د طالبانو حکومت ترې بېلابېل ډوله نږدې ۵۰زره ټوکه کتابونه ټول کړي او په بدل کې یې هېڅ نه‌‌دي ورکړي.

په دغه لېست کې تر ډېره د سیاسي او تاریخي کتابونو نومونه شامل وو او داسې کتابونه هم په‌‌‌کې وو چې د پخوانیو افغان شخصتیونو او دغه راز د پاکستان د کورني سیاست په اړه لیکل شوي وو.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG