د اوبو افغان متخصصان وايي، د امودریا د اوبو د وېش په اړه هر ډول نوې موافقه باید د دې سیند له اوبو څخه د ټولو استفاده کوونکو او همداراز هغو هېوادونو ترمنځ وي چې دا سیند یې په پوله کې بهېږي یا ورڅخه تېرېږي.
د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی عصمتالله ایرګاشیف وايي چې هېواد یې له افغانستان سره یو ګډ کمېسیون جوړ کړی چې د قوش تېپې کانال د جوړېدو او د آمودریا له سیند څخه د اوبو د حق په اړه خبرې وکړي.
ایرګاشیف په دې ټینګار وکړ چې د آمودریا د اوبو د حق په اړه له طالبانو سره هېڅ مخالفت نه لري او زیاته یې کړه: "د افغانستان خلک حق لري چې د آمودریا د سیند له اوبو څخه استفاده وکړي."
د اوبیزو سرچینو د مدیریت متخصص ډاکتر نجیب الله سدید وايي، د امودریا د اوبو د وېش پر سر هر ډول موافقه باید د افغانستان په شمول د منځنۍ اسیا د هغو ټولو هېوادونو ترمنځ وشي چې په دې سیند کې شریک دي او پر دې سربېره، د نړیوالو حقوقو پر اساس دوه اصله په وېش کې باید په پام کې ونیول شي.
هغه وویل: "یو د ضرر نه رسولو اصل دی، یعنې که تاسو له اوبو استفاده کوئ، باید ستاسو استفاده داسې بې سارې نه وي چې ګاونډی مو ورڅخه ډېر زیان وکړي، بل اصل له اوبو معقوله او منصفانه استفاده ده، یعنې ستاسي استفاده ستاسو د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره وي، اوبه د دې لپاره ضایعه نه کړئ چې یوازې یې له ګاونډي راوګرځوئ."
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف په ۲۰۲۳م کال کې د افغانستان د قوشتېپې کانال پروژې په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او خبرداری یې ورکړی و چې دا پروژه د منځنۍ آسیا د اوبو توازن ګډوډولی شي.
خو ایرګاشیف په خپلو تازه څرګندونو کې وویل: "د افغانستان خلک هم د امو سیند له اوبو څخه د استفادې حق لري، خو دې ته په پام چې د سیند اوبه کمې دي د هر هېواد برخه باید وټاکل شي."
د اوبو د مدیریت متخصص اود کابل پوهنتون پخوانی استاد پوهاند بشیر دودیال وايي، سره له دې چې د امو سیند د اوبو ډېره برخه له افغانستانه سرچینه اخلي، خو له افغانستانه پرته نور هېوادونه ورڅخه استفاده کوي.
دودیال وايي، د افغانستان له اوبو څخه نه یوازې د منځنۍ اسیا هېوادونه بلکې ایران او پاکستان هم پرېمانه استفاده کوي او افغانستان په دې برخه کې نړیوالو کنوانسینونو او موافقو ته ډېر پام نه دی کړی.
دودیال وايي: افغانستان د نړیوالو قراردادونو، کنوانسینونو او موافقو په برخه کې ډېر چوپه خوله دی، او نه مو هڅه کړې چې له ګاونډیانو سره په دې برخه کې موافقې لاسلیک کړو.
هغه زیاتوي: "افغانستان د نړیوالو قراردادونو، کنوانسینونو او موافقو په برخه کې ډېر چوپه خوله دی، او نه مو هڅه کړې چې له ګاونډیانو سره په دې برخه کې موافقې لاسلیک کړو، ګاونډیو هېوادونو مخکې تر مخکې زموږ د اوبو لپاره بندونه او کانالونه جوړ کړي دي، اوس کې موږ اقدام کوو، دنیاوال به هم راته ووايي چې تراوسه ولې ویده وې."
د قوشتېپې کانال د افغانستان اوبو تر ټولو ستره مصنوعي اوبلاره ده چې د آمودریا سیند د اوبو د انتقال لپاره جوړېږي.
د قوشتېپې کانال پروژه په اصل کې د پخواني ولسمشر اشرف غني د ادارې په وخت کې پیل شوې وه.
په ۲۰۱۸م کال کې افغان حکومت له امریکايي شرکت AECOM سره د دې کانال د امکانسنجۍ د مطالعې تړون لاسلیک کړ چې ۳ میلیونه او ۶۰۰ زره ډالره لګښت یې د امریکا یو ایسآیډي تمویل کړ.
دا کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۸ متره سور، او ۸.۵ متره ژوروالی لري چې پیل یې د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ څخه کېږي او د فاریاب ولایت تر اندخوۍ ولسوالۍ پورې رسېږي.
افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونه د اوبو د حق د وېش په اړه په خپل منځ کې کومه موافقه نه ده لاسلیک کړې او د نړیوالو قوانینو له مخې، افغانستان د منځنۍ آسیا د درېیو هېوادونو په اندازه د آمودریا له اوبو څخه د استفادې حق لري.
د ځینو اټکلونو له مخې، د قوشتېپې کانال تر بشپړېدو او ورڅخه د عملي کار له اخیستو وروسته به ازبکستان او ترکمنستان د امو دریا ۱۵ سلنه اوبه له لاسه ورکړي.