د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

د ترکیې د فضایي صنعت پر یوه مرکز د وسله‌والو برید؛ ۵ کسان وژل شوي او ۲۲ ټپیان دي


د ترکیې د فضايي صنعت پر یوه مرکز د شوي برید له سیمې لوګي پورته کېږي.
د ترکیې د فضايي صنعت پر یوه مرکز د شوي برید له سیمې لوګي پورته کېږي.

د ترکیې چارواکي وايي، د پلازمېنې انقرې ته څېرمه د فضایي صنعت پر یوه مرکز د برید له امله لږترلږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان شوي دي.

دوو وسله‌والو د ترکیې د فضایي صنعت پر یوه مرکز چهارشنبې حمله وکړه.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دا ترورستي برید د ترکیې پر فضایي، دفاعي تاسیساتو انقرې ته څېرمه شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې دوه برید کوونکي وژل شوي دي.

رویټرز اژانس د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر په وینا خبر ورکړی چې دا برید د کردستان د کارګر غیرقانوني ګوند یا پي‌کې‌کې په څېر دی.

ترکیه پي‌کې‌کې د یوه غیرقانوني ترهګر سازمان په توګه پېژني.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د دې برید د سمدستي څېړنو غوښتنه وکړه.

هغه وویل: "لکه څرنګه چې ترکیي چارواکو ویلي، دا حمله دې د یوه احتمالي ترهګریز برید په ډول وڅېړل شي. په داسې حال کې چې موږ لا تراوسه نه پوهېږو چې د دې ترشا څوک دي، موږ دا تاوتریخوالی په کلکه غندو."

د ترکیې ولسشمر رجب طیب اردوغان چې په روسیه کې د برېکس هېوادونو په غونډه کې دی، دا حمله وغندله او دا یې یو ترهګریز برید وباله.

د ترکیې ولسشمر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسشمر رجب طیب اردوغان

دا حمله اروپایي ټولنې، روسیې او ناټو هم غندلې ده.

په هغو ویډیوګانو کې چې په خواله رسنیو کې خپرې شوي، په هغو کې ښکاري چې دوه برید کوونکي چې وسلې ورسره دي له یوې ښځې سره ودانۍ ته د ننوتو په حال کې دي.

د ترکیې کورنیو رسنیو راپور ورکړی چې ډزې شوي او دغو رسنیو د یوه ځان وژونکي برید خبرونه هم خپاره کړي، خو ترکیي چارواکو دا خبر رد کړی دی.

رویټرز اژانس د عیني شاهدانو په وینا لیکلي چې د دې تاسیساتو کارکوونکي خوندي ځایونو ته انتقال شول، خو د دې لپاره چې له وره سره چاودنه اورېدل شوې وه، دې کارکوونکو ته څو ساعته اجازه ورنه کړل شوه چې بهر ته ووځي.

XS
SM
MD
LG