د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

جوبايډن ته د شهباز شريف ليک: عافيه صديقي له بنده راخوشې کړئ


عافيه صديقي
عافيه صديقي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د متحده‌ایالتونو له ولسمشر جوبایډن څخه په یوه لیک کې غوښتي دي چې، پاکستانۍ مېرمن عافیه صدیقي چې په ۸۶ کاله بند محکومه شوې ده له حبس څخه خوشې کړي.

مېرمن صدیقي د تروریزم په یوه اړونده قضیه کې په متحده‌ایالتونو کې محکومه شوې ده.

په‌دې اړه د پاکستان یوه مدافع وکیل پرون یوې محکمې ته معلومات ورکړل او بایډن ته د شریف د لیک یادونه یې وکړه.

نوموړي مدافع وکیل دا لیک هغې محکمې ته وړاندې کړ چې، د عافیې صدیقي د خور د غوښتنلیک په اړه یې څېړنه کوله.

د اعصابو تجربه کاره متخصصه عافیه صدیقي په ۲۰۱۰ کال کې په څو قضیو او له هغې ډلې د امریکايي وګړو د وژنې په مواردو کې مجرمه وپېژندل شوه او په حبس محکومه شوه.

پر مېرمن صدیقي له نیول کېدو کلونه مخکې هغه مهال د تروریزم تور ولګېد، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د حملو د مدعي خالد شیخ محمد له وراره سره یې واده وکړ او له متحده‌ایالتونو څخه ووتله.

عافیه صدیقي په ۲۰۰۸ کال کې په افغانستان کې له امریکايي چارواکو سره په یوه نښته کې ټپي شوه.

عیني شاهدان وايي چې هغې پر امریکایانو ډزې وکړې.

عیني شاهدان وايي چې هغې پر امریکایانو ډزې وکړې.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ولسمشر بایډن ته په خپل لیک کې چې د اکتوبر په ۱۳مه نېټه یې استولی او اسوشیتیدپریس خبري اژانس یې یوه کاپي ترلاسه کړې ده، ویلي دي چې، مېرمن صدیقي شپاړس کاله په حبس کې تېر کړې دي او د هغې وضعیت ته پاملرنه په کار ده.

ښاغلی شریف زیاتوي، په تېرو کلونو کې څو پاکستاني چارواکو له نوموړې سره په زندان کې لیدلي او له هغې سره د چلند له کبله یې سخته اندېښنه ښودلې ده.

د شریف د لیک په اساس همدې چلند د مېرمن صدیقي پر فزیکي او رواني روغتیا چې هسې هم ښه نه وه، ناوړه اغېز کړی دی.

په لیک کې د ځینو پاکستاني چارواکو له قوله چې له عافیې صدیقي سره یې په زندان کې لیدلي دي، دا اټکل هم شوی چې ښايي نوموړې په زندان کې ځان ووژني.

د پاکستان خلکو څو ځل د مېرمن عافيه صديقي د خوشې کېدو غوښتنه هم کړې.
د پاکستان خلکو څو ځل د مېرمن عافيه صديقي د خوشې کېدو غوښتنه هم کړې.

شریف پر بایډن غږ کړی چې د عافیې د خور غوښتنلیک د عفوې د غوښتنې په توګه ومني او د بشري خواخوږۍ په اساس یې له بنده خوشې کړي.

نوموړی زیاتوي، د دې زنداني مېرمنې کورنۍ او میلیونونه نور پاکستانیان د هغې غوښتنې ته د یوه مهربانه ځواب په هیله دي.

د عافیې صدیقي کورنۍ ادعا کوي چې نوموړې په ۲۰۰۳ کال کې په کراچۍ ښار کې ناڅاپه لادرکه شوه او دوی فکر کوي چې پخواني پوځي دکتاتور جنرال پرویز مشر په پټه امریکايي چارواکو ته سپارلې وه.

مشرف د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو پرمهال پوځي واکمن و، چې د تروریزم پرضد په جګړه کې د امریکا ملګری شو.

د مشرف حکومت لسګونه کسان ونیول او بېلابېلو هېوادونو، له هغې ډلې متحده‌ایالتونو ته یې وسپارل.

XS
SM
MD
LG