د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

"پر پاکستان به د بې پيلوټه الوتکو بريدونو روان وي"


د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر په وروستي پړاو کې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري او د تحريک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره کتلي. که څه هم د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د امريکا د سفارت بلنه نه وه منلې، خو سربېره پر دې يې په اسلام آباد کې د يوه امريکايي ډيپلوماټ په کور کې له جان کري سره ليدلي او له هغه سره يې په دوو اړخيزو اړيکو خبرې کړي.

په پاکستاني رسنيو کې د عمران خان او جان کري د ليدنې د خبرونو تر خپرېدو وروسته دغه ګوند د يوې اعلاميې په خپرولو له جان کري سره د عمران خان ليدل تاييد کړل.

په دغه اعلاميه کې چې بېګاه د تحريک انصاف د ګوند له خوا خپره شوې؛ راغلي چې، عمران خان د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو له وزير سره د ليدنې پر مهال له هغه غوښتي؛ چې د پاکستان پر قبايلي سيمو دې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ودروي. د هغه په وينا، دا د پاکستان د ځمکني بشپړتيا څرګند سپکاوى دى.

له جان کري د عمران خان غوښتنه:

همداراز په اعلاميه کې راغلي، چې عمران خان له جان کري غوښتي چې؛ امريکا دې پاکستانۍ نژاده ډاکټره عافيه صديقي، چې د القاعدې له ترورېستي شبکې سره د اړيکو په تور په امريکا کې بندي ده؛ پاکستان ته وسپاري.

که څه هم د دغه ګوند له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي؛ چې جان کري عمران خان ته په خيبر پښتونخوا ايالت کې د هر ډول مرستو او پرمختيايي پروژو د پلي کولو ژمنه کړې؛ خو د دغه ګوند يو مهم غړي د خپل نوم نه ښودو په شرط ازادي راډيو ته وويل چې؛ جان کري پر پاکستان د بې پيلوټه الوتکو بريدونو درولو د عمران خان غوښتنه رد کړې او دايې د ټرورېزم پرخلاف د امريکا د ولسمشر باراک اوباما د پاليسۍ يوه برخه بللې ده.


په پاکستان کې د القاعده شتون د دې هېواد سپکاوی نه دی؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنج شنبې په ورځ په اسلام آبآد کې د خبري غونډې پر مهال د دې پوښتنې په ځواب کې چې پر پاکستان د بې پيلوټه الوتکو بريدونه د دغه هېواد د ځمکني بشپړتيا سپکاوى دى؛ ويلي وو چې، آيا په دغه هېواد کې د القاعدې د تروريستي شبکې د غړيو او نورو وسله والو سخت دريځو شتون د دغه هېواد د ځمکني بشپړتيا سپکاوى نه دى؟

له بلې خوا د پاکستان د جمهوري رياست له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې؛ جان کري له ولسمشر اصف علي زرداري سره ليدلي او نوموړي ته يې د ولسمشرۍ د پېنځه کلنې دورې پر پوره کولو مبارکي ورکړې.

تر دې مخکې د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کري د پاکستان په پلازمېنې اسلام آباد کې د دغه هېواد له صدراعظم نواز شريف؛ په بهرنيو چارو کې د هغه له سلاکار سرتاج عزيز؛ د پاکستان د کورنيو چارو له وزير او يو شمېر نورو جګپوړو چارواکيو سره ليدلي او له هغوى سره يې پر دوه اړخيزو اړيکو سربېره د افغانستان د سولې په پروسه؛ تر ٢٠١٤م کال وروسته د افغانستان په برخليک او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د بيا فعالېدو په اړه خبرې کړي.

له افغانستان سره د امریکا امنیتي تړون:

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په دغه خبري غونډه کې وويل چې؛ له افغان دولت سره د امنيتي تړون په اړه خبرې روانې دي او باور لري، چې په نيږدې راتلونکي کې به يې لاسليک کړي. د هغه په وينا، د امنيتي تړون تر لاسليکېدو وروسته به ولسمشر باراک اوباما تر ٢٠١٤م کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکيو امريکايي سرتېرو شمېر اعلان کړي.

همداراز جان کري له پاکستانه وغوښتل، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې دې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي. نوموړى دا هم وويل چې؛ پاکستان دې پر خپله خاوره د وسله والو سخت دريځو مرکزونه له منځه يوسي.

د يادونې وړ ده، چې د سياسي چارو کارپوهان پاکستان ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير سفر مهم بللى او پر دې باوري دي، چې دا سفر به د افغانستان د سولې پر بهير او نورو اړوندو مسالو مثبت اغېز وښندي.

راپور: ذبيح الله شفق - پېښور
XS
SM
MD
LG