د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

طالبانو افغانستان ته د تېر جمهوري نظام د لسګونو چارواکو د ورستنېدو ادعا کړې


د طالبانو د حکومت د دې کمېسیون وياند مولوي احمدالله وثيق
د طالبانو د حکومت د دې کمېسیون وياند مولوي احمدالله وثيق

د طالبانو د حکومت له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي چې د دغه کمېسیون د فعالیت له پیل راهیسې ۹۹۲ کسان هېواد ته راستانه شوي او د خونديتوب کارتونه یې ترلاسه کړي دي.

د طالبانو د حکومت د دې کمېسیون وياند مولوي احمدالله وثيق له ملي راډيو تلوېزيون سره په خبرو کې چې د سه شنبې په ورځ خپرې شوي، ادعا کړې، هر افغان چې افغانستان ته راستنېږي، د نورو افغانانو په څېر په دې هېواد کې خوندي ژوند کولای شي.

هغه زياته کړې چې راستانه شويو کسانو سره چې ډېرى يې د تېر حکومت وزيران، معينان، واليان، امنيه قوماندانان، افسران او ولايتي امنيتي مسوولان په کې شامل دي، ژمنه نه ده شوې چې حتمي به دوى ته په خپل حکومت کې دندې ورکول کېږي.

د طالبانو حکومت شاوخوا دوه‌نیم کاله وړاندې له افغان شخصیتونو سره د خبرو لپاره یو کمېسیون جوړ کړ.

که څه هم د پخواني حکومت ځينې چارواکي وايي چې افغانستان ته له راستنېدو وروسته له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي، خو نيوکه کوي چې د دغه کمېسيون له لوري له دوى سره د دوى له ستنېدو وړاندې شوې ژمنې تر اوسه نه دي پوره شوي.

په عامه چارو کې د افغانستان د ګوښه شوي ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار اختر محمد باديزى چې څلور میاشتې وړاندې افغانستان ته ستون شوی، ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو د استخباراتو رییس په هلمند کې زما له موټر فروشي څخه دوه ويګوى ايلکس موټړ وړي دي، ما ورته وویل چې دا موټر به مې څه کېږي؟ د طالبانو کمېسیون ما سره ژمنه وکړه چې موټر به مې راکوي، د وسلې جواز به راکوي، ویل یې چې راشه، خو کله چې ورشم په خپلې کړې ژمنې نه درېږي."

په ورته وخت کې د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي چې افغانستان ته راستانه شوي وايي چې تراوسه یې د خونديتوب کارتونه نه دی ترلاسه کړی.

د پوهنې وزارت پخوانی وزیر او په پارلماني چارو کې د دولت معین فاروق وردک ازادي راډيو ته وویل: "که دا کمېسیون جوړ شوى هم نه وای هم، زه به افغانستان ته راګرځېدم، اوس د یو افغان په توګه خپل عادي ژوند پر مخ وړم، ما نه د کوم امنیتي کارت غوښتنه کړې او نه چا راته کارت راکړی دی، اورېدلي مو دي چې یو شمېر کسانو ته د مصئونیت کارتونه وېشل شوي دي، زه د مصئونیت کارت په نامه څه نه لرم."

د پوهنې وزارت پخوانی وزیر او په پارلماني چارو کې د دولت معین فاروق وردک
د پوهنې وزارت پخوانی وزیر او په پارلماني چارو کې د دولت معین فاروق وردک

د طالبانو حکومت په افغانستان کې تر خپلې بياځلي واکمنۍ وروسته د پخواني جمهوریت یو شمېر لوړپوړي چارواکي او ټیټ رتبه مامورین له دندو ګوښه کړل او د ادعاوو پر بنسټ یې پر ځای د دوی اړوند کسان په دولتي ادارو کې وګومارل.

په اقتصاد وزارت کې د تېر حکومت یوه ګوښه کړل شوې کارکوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې د موضوع د حساسيت له امله په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو حکومت باید د بهرنیو شخصیتونو د رابللو پر ځای په هېواد کې دننه د افغانانو په اړه فکر وکړي.

هغه وویل: "دوی پر ځای د دې چې هغو کسانو ته چې په افغانستان کې دننه دي، د کار زمینه برابره کړي، وایي چې موږ به نور خلک هېواد ته را دعوت کړو، تاسو لومړی هغو کسانو ته د کار زمینه برابره کړئ چې په هېواد کې دننه دي، وروسته نور خلک راوبلئ."

د طالبانو د حکومت چارواکي په داسې حال کې افغانستان ته د پخواني جمهوریت د شاوخوا زرو چارواکو د راستنېدو خبر ورکوي چې نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو په وار وار له طالبانو څخه د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو غوښتنه کړې، خو د طالبانو د حکومت لخوا يې دا غوښتنه نه ده منل شوې.

له هغه وروسته چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان واک تر لاسه کړى، د پخوانیو حکومتي چارواکو او د امنیتي بنسټونو د غړو په ګډون سلګونه زره افغانان ګاونډیو هېوادونو، امریکا، اروپا، کاناډا، استرالیا او یو شمېر نورو هېوادونو ته پناه وړې ده.

دوى وايي د امنيتي ستونزو له امله نه غواړي خپل هېواد ته ستانه شي.

یو شمېر هغه کسان چې د طالبانو د حکومت له افغان شخصیتونو سره د اړیکو جوړولو د کمېسیون په بلنه افغانستان ته راستانه شوي وو، له دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د ځینو ستونزو له امله بېرته له هېواده وتللي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG