د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

کندهار کې د ملاریا ناروغۍ خپرېدل؛ سيف ده چلډرن: په تخته‌پُل ولسوالۍ کې یې لس کلي اغېزمن کړي


د ملاریا ماشی. داکتران وايي، ملاريا يوه ساري او بې پولې ناروغي ده چې د ملاريا د ښځينه غوماشو د چيچلو په وسيله له ناروغ انسان نه، روغ انسان ته انتقالېږي.
د ملاریا ماشی. داکتران وايي، ملاريا يوه ساري او بې پولې ناروغي ده چې د ملاريا د ښځينه غوماشو د چيچلو په وسيله له ناروغ انسان نه، روغ انسان ته انتقالېږي.

د ماشومانو د ساتنې اداره یا "سیف ده چلډرن" د کندهار په تخته‌پُل ولسوالۍ کې د ملاريا ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکړى.

ياده اداره وايي، د ملاریا ناروغۍ د کندهار په تخته‌پُل کې لس کلي اغېزمن کړي دي.

"سيف ده چلډرن" پرون سه‌شنبه د اکټوبر اتمه پر خپل ايکس‌پاڼه په یو بیان کې په یادې ولسوالۍ کې د ملاریا د ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکړی دی.

په بیان کې راغلي دي چې تر دې دمه د دغه ناروغۍ ۳۳ مثبتې پېښې ثبت شوي، خو دا شمېر د لوړېدو په حال کې دی.

"سيف ده چلډرن" ویلي، په ياده ولسوالۍ کې يې د ملاریا د معايناتو، درملنې او په ټولنه کې د دې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي لپاره یو ټیم استولى دى.

په همدې حال کې د کندهار د تخته‌پُل ولسوالۍ د مرکزي روغتون مسوول ډاکتر قاسم خان ازادي راډيو سره خبرو کې په سیمه کې د ملاریا د ناروغۍ خپرېدل تایید کړل.

نوموړي وويل: "زموږ خواته ملاريا ناروغي شته، ډېره ده، له مجاهدينو نيولې تر عامو خلکو ټول په دغې ناروغۍ اخته دي، علت يې دا دى چې دلته د ارغستان خواته د اوبو ډنډ دى او له همغه ځايه خپره شوې ده، وروسته تخته‌پُل ته راغلې، دلته روغتیايي ټیمونه هم رارسېدلي، اوس له‌دې ستونزې سره مخ یو."

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولایت موقعیت

د کندهار ولايت تخته‌پُل ولسوالۍ اوسېدونکى نورالله کاکړ چې مېرمن يې په‌‌دې ناروغۍ اخته شوې ازادي راډيو ته وويل: "زما مېرمن په ملاریا اخته شوې ده، اوس يو څه ښه ده خو علايم يې شته، چټلي خو په کور کې نه‌شته، خو دا غوماشې خامخا شته، تقريباً يوه اوونۍ مخکې مې مېرمن په‌‌دې ناروغۍ اخته وه."

د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي غمي ازادي راډيو ته وویل: "د ملاريا ناروغي ډېره زياته شوې ده، داسې کلي شته چې په يو کور کې ټوله کورنۍ په‌دې ناروغۍ اخته دي، د ولسوالۍ خلک ډېر بې‌وزله هم دي."

دى وايي، که څه هم د عامې روغتيا رياست متخصصين او روغتيايي ټيم کليو ته استولى، خو بيا هم لا زياتې پاملرنې ته اړتيا ده.

داکتران وايي، ملاريا يوه ساري او بې پولې ناروغي ده چې د ملاريا د ښځينه غوماشو د چيچلو په وسيله له ناروغ انسان نه، روغ انسان ته انتقالېږي.

روغتیاپالان وايي، د سېلابونو زیاتوالی او له سېلابونو وروسته ولاړې اوبه هم د ملاریا په پیدا کېدو کې ونډه لري.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په افغانستان کې د ملاریا د ناروغانو د شمېر او د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو نوموړي له‌دې نژدې درې میاشتې مخکې د طالبانو تر واک لاندې له ملي تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي وو چې په افغانستان کې موسمي ناروغۍ د زیاتېدو په حال کې دي.

دا په‌‌داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان دا د ټولو حق بللی چې د ملاریا د مخنیوي، تشخیص او درملنې لپاره باکیفیته، پر وخت او ارزانه خدمات ترلاسه کړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له‌‌مخې، چې په ۲۰۲۲م کال کې يې خپرې کړي په ټوله نړۍ کې د ملاریا د مثبتو پېښو شمېر ۲۴۹ میلیونو ته رسېدلی او د نړۍ په ۸۵ هېوادونو کې یې له امله د مړو شمېر ۶۰۸ زره کسانو ته رسېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG