د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

فراه کې د ناپېژاندو کسانو له‌خوا د ډاکتر احمد سلیمان وژل؛ کورنۍ یې له طالبانو د خلکو د امنیت ټینګښت غواړي


ډاکتر احمد سلیمان او مېرمن یې ډاکتره عاطفه پرون شنبه په فراه ولایت کې د نا پېژاندو کسانو له‌خوا په چړو ووهل شول چې احمد سلیمان وژل شوی، خو ښځه یې ټپي ده.
ډاکتر احمد سلیمان او مېرمن یې ډاکتره عاطفه پرون شنبه په فراه ولایت کې د نا پېژاندو کسانو له‌خوا په چړو ووهل شول چې احمد سلیمان وژل شوی، خو ښځه یې ټپي ده.

په فراه ولایت کې د وژل شوي ډاکتر کورنۍ وایي، د طالبانو حکومت باید عملاً د خلکو امنیت خوندي کړي.

سره له دې چې د طالبانو حکومت تل په افغانستان کې د بشپړ امنیت د تامین ادعا کوي، تازه پرون شنبه د اکټوبر په پنځمه په فراه ولایت کې دوه ډاکتران چې مېړه او ښځه وو، د ناپېژاندو کسانو له‌خوا په چړو وهل شوي چې خاوند یې وژل شوی او مېرمن یې ټپي ده.

دا وژل شوی ډاکتر احمد سلیمان بارکزۍ نومېده او مېرمن یې عاطفه بارکزۍ نومېږي چې د کورنې د غړو په خبره یې، له نږدې یو کال راهیسې یې فراه ولایت کې د غاښونو کلینیک درلود.

فردوس بارکزی وايي: له دولته د ټولو همدا غوښتنه ده چې امنیت ټینګ کړي. هر ورځ قتل، غلا، بې‌وزلي بې‌چاره ګي، بدبختي ده، ټول همدا غواړي چې نورې دې څوک نه وژل کېږي.

د ډاکتر سلیمان بارکزي ورور فردوس بارکزي ازادي راډیو ته وویل: "دوی کلینیک کې وو چې غله پرې راغلي وو او د پیسو او ټیلیفونونو لپاره یې وهلي، دی یې شهید کړی او مېرمن یې ټپي ده. ورور مې ۲۷ کلن و او مېرمن یې ۲۵ کلنه به وي. له دولته د ټولو همدا غوښتنه ده چې امنیت ټینګ کړي. هر ورځ قتل، غلا، بې‌وزلي بې‌چاره ګي، بدبختي ده، ټول همدا غواړي چې نورې دې څوک نه وژل کېږي."

د دغه ډاکتر د مېرمنې ډاکتر عاطفې د کورنۍ یوې غړې شهلا بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل چې هغه اوس په سخت ټپي حالت کې په روغتون کې ده.

هغه وايي: "مېرمن یې د اتو میاشتو امېندواره ده، نور ماشومان نه لري، دوی شاوخوا دوه کاله کېږي چې واده کړی و، همدا یې لومړی ماشوم دی، دوی کابل کې وه کم وخت یې کېږي چې د دندې لپاره فراه ته تللي وو."

د ډاکټر احمد سلیمان بارکزۍ کورنۍ وايي، د هغه مړۍ به نن مازدیګر خاورو ته وسپاري.

د ازادي راډیو خبریالې هڅه وکړه په دې اړه په فراه ولایت کې د طالبانو د حکومت د ځایي چارواکو ځواب ولري، خو د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد نسیم بدري پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر تېره شپه رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کې یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي بریدګر له حملې وروسته له سیمې تښتېدلي، خو دوی د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د فراه ښار یوه څنډه
د فراه ښار یوه څنډه

له فراه ولایته د دغو ډاکترانو په اړه داسې وخت د امنیتي پېښې راپور ورکول کېږي چې له دې مخکې هم د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو لکه کابل او ننګرهار کې د ورته پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.

تازه هغه تېره شپه ناوخته د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې په یو هدفي برید کې د عام کس د وژل کېدو او د یوه بل د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.

دغه ولایت کې د طالبانو د حکومت د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال ارزګاني ځایي رسنیو ته استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د پېښې په تړاو يې دوه شکمن کسان نيولي دي.

خبر پاڼه کې دا هم راغلي چې وژل شوی او ټپي دواړه ملکي کسان دي او پېښه تر څېړنې لاندي ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG