د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

د افغانستان او اوکراین فوټسال ملي لوبډلو سیالي؛ یو شمېر افغانان د افغان لوبډلې د بریا هیله لري


د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

ټاکل شوې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۴م کال د فوټسال نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د شنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۱مه نېټه ناوخته د اوکراین له لوبډلې سره د لوبې ډ‌ګر ته ووځي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسوولان وايي، دغه لوبه د ازبکستان په اندي جان ورزشي جمنازیوم کې د افغانستان پر وخت د ماښام په ۷:۳۰ بجو پیلېږي.

هاشمي وویل: زه هیله لرم چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله وکولای شي د اوکراین پر وړاندې لوبه کې د ښې لوبې او په زړه پورې نندارې سره د منلو وړ پایله ترلاسه کړي او د ۲۰۲۴م کال د نړیوال جام سیالیو د حذفي یا بل پړاو ته ورسېږو.

د دغه فدراسیون ویاند او نشراتي مسوول مصطفی هاشمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "له دوو لوبو وروسته چې موږ د انګولا او ارجنټاین پر وړاندې ترسره کړې او د قناعت وړ پایلې مو ترلاسه کړې، نن شپه به موږ د اوکراین له ټیم سره مخامخ شو او زه هیله لرم چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله وکولای شي د اوکراین پر وړاندې لوبه کې د ښې لوبې او په زړه پورې نندارې سره د منلو وړ پایله ترلاسه کړي او د ۲۰۲۴م کال د نړیوال جام سیالیو د حذفي یا بل پړاو ته ورسېږو."

د افغانستان د فوټسال لوبډلې په لومړۍ لوبه کې له انګولا لوبډلې څخه لوبه ۶ پر ۴ وګټله، خو په دوهمه لوبه کې یې له ارجنټاین فوټسال لوبډلې څخه ۱ پر ۲ ماتې وخوړه.

د فوټسال برخې یو شمېر کارپوهانو د ۲۰۲۴م کال په نړیوال جام کې د افغانستان لوبډلې لوبې عالي وبللې او د اوکراین لوبډلې پر وړاندې د افغان لوبغاړو بریا او راتلونکي پړاو ته یې د تلو په اړه خوشبینه دي.

په اتریش کې د فوټسال یوه لوبغاړي طارق مجیدي ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان تېرو دوو لوبو ته په کتو سره ویلای شم چې بل پړاو ته د افغانستان د ورتګ چانس د اوکراین په پرتله ډېر دی، ځکه موږ د ارجنټاین پر وړاندې د افغانستان لوبه ولیدله چې یو زړور، منسجم او متمرکز افغانستان په میدان کې حضور درلود او د یو مساوي په درلودو سره هم افغانستان کولای شي بل پړاو ته لاره پیدا کړي."

په کابل کې د شیوا فوټبال لوبډلې پخوانی ګول ساتونکی زمری کلیوال هم ورته نظر لري او وايي: "دا لومړی ځل دی چې د افغانستان فوټسال لوبډلې نړیوال جام ته لاره پیدا کړې، خو بیا هم ډیر ښه لوبېدلي دي، پخوانیو لوبو ته په پام سره چې انګولا ته يې ماتې ورکړه او ارجنټاين ته يې په لږ توپير وبایلله، که له اوکراین سره هم داسې لوبه وکړي نو انشاالله چې حتمن يې ګټي."

د فوټسال یو شمېر مینه‌وال هم په نړیوال جام کې د افغانستان لوبډلې له لوبو خوښ دي او د اوکراین پر وړاندې یې بریا ته هیله‌من دي.

یو له دوی څخه د کابل اوسېدونکي متين نوابي ازادي راډيو ته وويل: :انشاالله چې مونږ د میدان ګټونکي یوو او اوکراین ته ماتې ورکوو، ښه لوبغاړي لرو چې ډېره لوړه روحیه لري، لکه څنګه چې د ارجنټاين پر وړاندې مو لوبه ولیدله، زمونږ ټیم ډېره ښه لوبه وکړه چې د ټولو د منلو وړ وه او ارجنټاين ته د باور وړ نه و."

د خوست ولايت اوسېدونکی او د فوټسال يو بل مينه‌وال احمدالله لېوال په دې باور دی چې دا لوبه به د افغان فوټسال لوبډلې په بریا پای ته ورسېږي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي

لېوال وویل: "زه باور لرم چې د افغانستان ټیم دا لوبه ګټي او لوبه به د افغانستان په بریا پای ته ورسېږي او له ټولو افغانانو څخه غوښتنه کوم چې خپل ټیم ته ځانګړې دعا وکړي."

د فوټسال نړیوال جام لوبې د سپټمبر په ۲۴مه د ازبکستان د درېیو ښارونو په کوربه‌توب د ۲۴ غوره لوبډلو په ګډون پیل شوې او د مې تر ۱۵مې به دوام وکړي.

د افغانستان د فوټسال لوبډله په غويي میاشت کې د اسیا د فوټسال د ملتونو په کپ کې بحرین، عراق او قرغزستان ته په ماتې ورکولو سره د فوټسال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG