د امریکا د متحدهایالاتو د سولې انسټېټیوټ یا "یوایسآیپي" وايي، په افغانستان کې د طالبانو لهخوا په کوکنارو بندیز د هغو میلیونونو افغانانو بېوزلي لا پسې ژوره کړې چې د خپل ژوند پر مخ بیولو لپاره یې پر دغه کښت تکیه کوله.
"یوایسآیپي" د پنجشنبې په ورځ په یو راپور کې ویلي، افغانستان، چې له تاریخي اړخه په نړۍ کې د کوکنارو د ناقانونه تولید اصلي سرچینه بلل کېږي، د کوکنارو په بېساري کچه یې د کم کښت دویم کال پیل کړی چې د اپیمو لپاره د خامو موادو په کښت باندې د طالبانودوامداره بندیز څرګندوي.
خو"یوایسآیپي" زیاته کړې چې د بدیل معیشت لپاره د بڼوالۍ، مالدارۍ یا نورو غیرکرنیزو فعالیتونو لپاره د محصولاتو د تر لاسه کولو کومې نښې نه برېښي او همداراز له وړاندې سپما شویو اپیمو د صادراتو د کمولو کومې هڅې هم نه دي شوي.
وړاندې راغلي چې د طالبانو د حکومت له لوري د کوکنارو پر کښت له بندیزه په نړیوالو ناستو کې ستاینه کېږي، خو ټینګار شوی چې د دوحې په درېیمه ناسته کې، چې له نشه یی توکو سره د مبارزې او د خلکو د معیشیت په اړه به په کې خبرې کېږي، امریکا او متحدین یې باید د دغه بندیز پر حقایقو غور وکړي.
له دې سره د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ یوه بزګر د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د کوکنارو کښت کاملاً بند شوی، نه یې کرو، مخکې مو کرل. موږ خپله تقریباً لس جریبه ځمکه کې غنم کرلي، دا سېلابونه چې راغلل ټول اوبو یووړل، ان موږ ته یې یوه جریبه ځمکه هم نه ده راپرېښې، خدای ته معلومه ده چې اوس د خپل ژوند په اړه خواشیني یوو چې شپه شي ماشومان مو ان وچه ډوډۍ هم نه لري."
بلخوا د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د سروې او تحلیل رییس سید نجیبالله احمدي وایي، د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه، د یوې واحدې ستراتیژۍ په جوړولو او په سیمهییزه او نړیواله کچه د هغې د تقاضا د کمولو ترڅنګ، په افغانستان کې د بدیل معیشت پروګرامونو پیاوړتیا ته اړتیا لري.
نوموړي په دې اړه وویل: "د بدیل معیشت د پروګرامونو پیاوړتیا لکه د اوبو د بندونو او سړو خونو جوړول، د اصلاح شویو تخمونو وېش، کیمیاوي سرې، د کرنیزو ماشینونو وېشل، د کروندګرو محصولاتو لپاره بازارموندنه او ځینې نور هغه موارد دي چې له بده مرغه په رښتیني ډول ورته پام نه دی شوی."
د متحده ایالاتو د سولې انسټېټیوټ په دې راپور کې زیاته کړې چې له دې بندیز څخه د ځمکو د خاوندانو کړاوونه کولای شي د کوکنارو د کښت د بیا پیل لپاره فشارونه لا پسې زیات او د بندیز پلي کول یې ستونزمن کړي.
د "یوایسآیپي" په خبره، کېدای شي چې له دې وروسته تاوتریخوالی د تېرو لیدل شویو اعتراضونو په پرتله تاوتریخوالی لا زیات کړي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې د بدخشان په درايم او ارګو ولسواليو کې د کوکنارو د کروندو د ويجاړولو په سر د ځايي اوسېدونکو او طالب ځواکونو ترمنځ ولسي پاڅونونه او تاوتريخوالي رامنځته شوي وو.
د راپورونو له مخې، دغو نښتې د يو شمېر سيمهييزو اوسېدونکو د وژلو، ټپي کېدو او نیولو سبب شوي وه.
هغه مهال د طالبانو حکومت ادعا کوله چې دغه لاريونونه او تاوتريخوالی د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په غبرګون کې رامنځته شوی وه، خو اعتراض کوونکو ادعا کوله چې طالبان له اجازې پرته د خلکو کورونو ته ننوتي وه او د دوی د ښځو بې عزتي یې کړې وه.
د ځايي خلکو په خبره، د دغو کړکېچونو له پای ته رسېدو وروسته طالبانو د کوکنارو د کروندو له منځه وړل بېرته پيل کړل.