د زهرو کاروان د دې اوونۍ په خپرونه کې اورئ چې د بدخشان بزګران شکایت کوي چې د طالبانو حکومت له دوی سره پر خپلو کړو ژمنو عمل نه دی کړی.
په یوه مرکه کې څېړل شوې چې ولې طالبان او نړیواله ټولنه بزګرو ته د کوکنارو د بدیل په برخه مرستې نهکوي؟
د افغانستان له لوېدیځه په یوه راپور کې اورئ چې ځايي اوسېدونکی شکایت کوي چې بهرني معتادین هم د افغان معتادینو په ډلو کې د دوی سیمو ته راوستل شوي دي.
د خپرونې په دوام له یوه معتاد سره د زړه خواله شوي او په دوام یې ډرامه هم اورېدلی شئ.
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ: