د زهروکاروان د دې اونۍ په خپرونه کې اورئ:
اروپایي ټولنه وایي په افغانستان کې له نشه یي موادو او اعتیاد سره د مبارزې له پروګرامونو ملاتړ کوي.
په یوه راپور کې به دا واورو چې ولې یو شمیر زده کوونکي او محصلین د نشه یي موادو استعمال ته مخه کوي او له کومو ستونزو سره مخ کیږي؟
له یوه ډاکټره مو دا پوښتلي چې ولې د روغو انسانانو په پرتله د معتادینو نوکان ژر له منځه ځي؟
د خپرونې په دوام له یوه معتاد سره د هغه پر ژوند غږیدلي یو او د خپرونې ډرامه مو درته چمتو کړې.
د زهرو کاروان خپرونه د لاندې لېنک له کېکاږلو سره اورېدلی شئ: