چینايي څارنوالان په یوه تروریستي حمله کې د پنځو چینايي وګړو د وژل کېدو د پېښې په اړه د تحقیقاتو لپاره پرون پاکستان ته ورسېدل.
د چینايي څارنوالانو یوه ډله پرون پاکستان ته ورسېدله څو په وروستۍ موټربم حمله کې د پنځو چینايي وګړو د وژل کېدو په اړه له پاکستاني چارواکو سره په تحقیقاتو کې برخه واخلي.
دا حمله چې د چینايي وګړو ترڅنګ یو پاکستانی ډریور هم پهکې ووژل شو، د سه شنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په شانګله سیمه کې هغه مهال وشوه چې چینايي انجنیران د داسو د برښنا د بند د رغونې په پروژه کې د دندې پر لور روان وو.
داسو په خیبرپښتونخوا کې د برښنا د تولید تر ټولو لویه پروژه ده.
پاکستان د دې پېښې په اړه خپل تحقیقات مخکې پیل کړي وو.
د پاکستان حکومت بېګا په یو بیان کې وویل، د کورنیوچارو وزیر محسن نقوي چینايي څارنوالانو ته د خپلو تحقیقاتو په اړه جزییات واورول.
دوه ورځې مخکې هم پاکستاني چارواکو د خپلو تحقیقاتو لومړني نتایج په اسلام آباد کې د چین له سفارت سره شریک کړي وو.
د دې برید پړه تراوسه هېڅ یوې ډلې نه ده منلې.
پېکېنګ دا حمله غندلې وه او له اسلام آباد څخه یې غوښتي وو چې د پېښې په اړه هراړخیز تحقیقات وکړي او د هغو زرګونه چینايي کارګرانو خوندیتوب یقیني کړي چې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز په پروژو کې کار کوي.
فرانسپرېس خبري آژانس د خیبرپښتونخوا د یوه چارواکي له قوله خبر ورکړی چې چین له دې پېښې وروسته پر اندوس سیند د داسو او دیامر باشا د بندونو د رغونې چارې ځنډولې دي.
دې چارواکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ویلي، هغو دوو شرکتونو چې پردې بندونو کار کوي، د پاکستان له حکومت څخه د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره د یوه نوي امنیتي پلان غوښتنه کړې.
د دې چارواکي په وینا، اوسمهال ۷۵۰ چینايي انجنیران د داسو د بند په پروژه کې او ۵۰۰ نور د دیامر باشا په بند کې کار بوخت وو.
په پاکستان کې د چین پر اقتصادي پروژو، کارکوونکو او انجنیرانو یې په تېرو څو کلونو کې ګڼې حملې شوې دي.
د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کې دیارلس کسان چې چینايي وګړي هم په کې وو، هغه مهال ووژل شول چې یوه انتحاري بریدکوونکي په چاودېدونکو موادو بار موټر د چینايي او پاکستاني انجنیرانو او کارګرانو له بس سره ټکر کړ. هغه مهال هم چین په پاکستان کې ځینې پروژې د یوڅه مودې لپاره وځنډولې.