د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

یو شمېر افغانان: د بنديزونو له امله د ګل‌سرخ په مېله کې له ګډون محروم یوو


ارشیف: په بلخ کې د سخي زیارت د جنډې پورته کولو له مراسمو یو انځور
ارشیف: په بلخ کې د سخي زیارت د جنډې پورته کولو له مراسمو یو انځور

یو شمېر خلک وايي، له دوو کلونو راهیسې د طالبانو د حکومت د بنديزونو له امله د ګل‌سرخ په مېله کې له ګډون او له نمانځلو بې‌برخې شوي دي.

د سرپل ولایت د اوسېدونکي او د ګل‌سرخ د مېلې مينه‌وال محمد کاظم د سترګو لیدلی حال، هغه مېله چې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ مخکې د بېلابېلو ولایتونو زرګونه کسانو په‌کې د ګډون لپاره سلګونه کیلومتره مزل کاوه.

هغه وویل: "ټول خلک راوتل، يوه لوري ته به په چکر تلل، څلور کسان ولاړ وو، په لاس کې يې ديګ وو، هلکانو نڅا کوله، ځينې هلکانو موټرسایکل چلونه کوله، يو خوا او بل خوا به تلل، د دوی په لاس کې دايره وه او طبله به يې هم وهله، دا شپه تر سهاره په همدې ډول تېره شوه."

مزارشريف په‌دې څلويښت ورځنۍ مېله کې ان له بهر څخه د مېلمنو کوربه‌توب کړی دی.

د فاریاب اوسېدونکی فرهاد هم د ګل‌سرخ د مينه‌والو له ډلې دی.

خو هغه وايي، له تېرو دوو کلونو راهيسې، د يادې مېلې ليدل د نوموړي لپاره پر يوې هيلې بدل شوي.

نوموړي زیاته کړه: "ماته به همېشه دا زمينه برابره وه چې له خپلو ملګرو او دوستانو سره لاړ شم او هلته نوی کال پیل کړم. شور به و، يو په زړه پورې او زړه راښکونکی حالت به و، خو په وروستیو دوو کلونو کې د مزارشریف د ګل‌سرخ مېله کې د ګډون لپاره تلل، پر يوې هيلې بدل شوي."

خو د ګل‌سرخ مېله له کوم ځای راغلې او له بلخ سره یې تړاو څه دی؟

په‌دې اړه د بلخ ولایت شاعر او لیکوال سید سکندر حسیني باماد ازادي راډيو ته وویل: "نوروز په اصل کې د طبیعت جشن دی، له همدې امله په بلخ کې اوس د ګل‌سرخ مېله يا د ګل‌سرخ جشن بلل کېږي او په تېرو وختونو کې دې ته د طبیعت جشن او د طبیعت د بیا ژوندي کولو جشن ویل کېده، خلک به د پسرلي په لومړي موسم کې راتلل، په بيداو او د دښتو په لمنو کې به یې جشنونه نيول."

د اسلام څلورم خليفه حضرت علي ته منسوبه جنډه پورته کول، د حضرت علي په زيارت کې د يو شمېر ناروغانو د روغتيا لپاره څلوېښتي ايستل او د ځينو لوبو لکه غېږ نيونه، وزلوبه هغه نور پخواني دودونه دي چې په نوروز او هممهاله د مزار شریف په ګل‌سرخ مېله کې به ترسره کېدې.

ارشیف: په بلخ کې د تېر جمهوري نظام پر مهال د سخي زیارت د جنډې مراسم پرځای کېدل او ورسره به مېلې هم وې.
ارشیف: په بلخ کې د تېر جمهوري نظام پر مهال د سخي زیارت د جنډې مراسم پرځای کېدل او ورسره به مېلې هم وې.

د بلخ ولایت یو بل شاعر او لیکوال ذبیح‌الله احساس هم په وروستیو کلونو کې د ګل‌سرخ مېلې د نمانځنې د بېلابېلو برخو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "تر ټولو مهمه خبره دا ده چې نوروز د ټول هېواد لپاره دی، دا تقریبا د ټول هېواد لپاره دی، هر څوک مزار ته د سېل، تفريح او د پسرلي موسم د نمانځلو لپاره راتلل او دا بېلابېل ټولنیز، اقتصادي او تفريحي اړخونه لري."

په بلخ ولايت کې د غاټولو له دښتو يوه يې د شاديان په نوم يادېږي.

هغه ځای چې هر کال د ګل‌سرخ د مېلې په ورځو کې د مزارشريف ښار د غاټولو ګلونو د ليدو لپاره د ګڼو خلکو کوربه وي.

خو اوس د بلخيانو له لوري د مزارشريف په ګل‌سرخ مېله کې د مېلمنو د کوربه‌توب بڼه له پخوا سره څه توپیر لري؟

د بلخ ولایت اوسېدونکی سید قاسم وايي: "مېلمانه، دوستان او ملګري به يو ځای راتلل، راټولېدل به، خوښ او خوشاله به وو، ټول به يو ځای د طبيعت په چکر وتل، په کور کې به چارچاپېره تاوېدل او خندېدل به، خو له بده‌مرغه وروستيو دوو کلونو کې هيڅ نه‌شته."

نږدې درې کلونه کېږي چې طالبانو پر افغانستان بياځلي واکمن شوي دي.

د طالبانو حکومت د خلکو د شخصي او ټولنیز ژوند پر بېلابېلو برخو کې محدودیتونه وضع کړي چې د نوروز نمانځل او د ګل‌سرخ مېله یې هم پيکه کړې ده، د ښځو، نارينه‌و، ځوانانو او پېغلو له شونډو يې مسکا تورړلې او خوښي یې ځپل شوې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې په‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وايه، خو تر دې مخکې د طالبانو چارواکو ویلي چې نوروز د اسلام په‌ دين کې ځای نه‌لري، نو ځکه يې دوی نه نمانځي او خلکو ته يې هم د نه لمانځنې توصيه کړې.

خو د ګل‌سرخ مېلې مينه‌وال وايي چې د دې لرغونې مېلې او نورو جشنونو د بيا پيلېدو انتظار باسي.

XS
SM
MD
LG