د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

د ژمي لومړۍ ورځ او ناوړه بشري وضعیت؛ آی او ایم: ګڼ افغانان د اړتیا وړ امکانات نه لري


ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

نن جمعه د ۱۴۰۲ لمریز کال د مرغومي یا جدي لومړۍ نېټه او د ژمي د موسم لومړۍ ورځ ده.

په افغانستان کې د میلیونونو کسانو د بشري وضعیت په تړاو د اندېښنو په دوام، پر دغه هېواد ژمی راغلی او دغه اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وايي، دا مهال په افغانستان کې نږدې ۱۶ میلیونه وګړي، نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه له کومې ترلاسه کړي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د ارتباطاتو مسوول فلیپ کراپف تېر ماښام ازادۍ راډیو ته وویل، په ټول افغانستان کې کورنۍ بل سخت ژمي ته لږ چمتووالی لري.

هغه وايي: "'ډبلیو ایف پي'یعنې د خوړو نړیوال پروګرام په دې میاشت کې د اووه میلیونه کسانو لپاره د خوړو او اضطراري تغذیې مرستې برابرې کړي. په دغو کسانو کې د هغو سیمو اوسېدونکي چې غذايي خدوندیتوب په کې د اضطرار تر کچه کم دی، کونډې ښځې، هغه کورنۍ چې د ښځوا له خوا یې مشري کېږي او هغه کورنۍ شاملې دي چې معلول کسان یې غړي دي. د دې کال په لومړیو کې د بودیجې د سخت کموالي له کبله د خوړو نړیوال پروګرام اړ شو چې په افغانستان کې په ټوله کې لس میلیونه وږي کسان د مرستو له لیستونو وباسي او اړ شولو چې د غذايي موادو مرستې هم راکمې کړو."

هغه زیاته کړه، هغه کورنۍ چې په ژمي کې د مرستو لپاره غوره شوي، په میاشت کې یو وار غذايي مرستې ترلاسه کولی شي.

ارشیف: په ارزګان کې له بې وزلو سره د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د شویو مرستو انځور.
ارشیف: په ارزګان کې له بې وزلو سره د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د شویو مرستو انځور.

د خوړو نړیوال پروګرام په نومبر میاشت کې ویلي وو چې په افغانستان کې د ژمي پر مهال د زیانګالو کسانو د لاسنیوي لپاره ۴۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان هم وايي چې په افغانستان کې اکثریت وګړي د ژمي لپاره اړتیا وړ امکانات نه لري.

په افغانستان کې د دې سازمان عمومي مشرې امي پاپ په هغه ویډیو کې چې پرون د دې بنسټ په ایکس شبکه کې خپره شوې ویلي، په افغانستان کې د اړو کسانو لاسنیوي ته ژمن دي، خو د بودیجې له کموالي سره مخامخ دي.

په افغانستان کې زیات کسان وايي، د سږکال ژمي ته حیران دي چې څنګه به یې تېروي.

د کابل اوسېدونکې بخت بي بي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "دوه کاله کېږي چې نه بخارۍ لرم او نه چرۍ حتى د صندلۍ د کېښودو وس هم نه لرم دا مهال زه او ماشومان مې ناروغه یو، د يوې نسخې دوا پیسې نه لرم. زه د صندلۍ بخارۍ او چرۍ د ګرمولو پيسې له کومه کړم، زه د خدای دربار ته له هیلې پرته بل څه نه لرم."

په مزار شریف کې د بې وزلو افغانانو د خیمو یوه څنډه. January 17, 2023
په مزار شریف کې د بې وزلو افغانانو د خیمو یوه څنډه. January 17, 2023

ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې تر ۲۹ میلیونو ډېر کسان بشري مرستو ته اړ دي.

له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو د بې اسناده افغان کډوالو د ډله ییز اخراج له کبله په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر زیات شوی دی.

په تېرو دوو میاشتو کې په سلګونو زره کسان یوازې له پاکستانه افغانستان ته ایستل شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ ویلي زیات افغانان له پاکستانه په داسې حال کې ایستل کېږي چې هېڅ ډول امکانات نه لري او ځینې یې نه پوهېږي کومو سیمو ته لاړ شي، ځکه نه سرپناه لري او نه هم د کار زمینه ورته برابره ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG