د پکتیا له پوهنتونه یو سپین ږیری فارغ شوی
د پکتیا پوهنتون د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه د غلام حضرت په نوم یو سپین ږیری فارغ شوی دی. حضرت ته د خپلې زوکړې نېټه معلومه نهده، خو څه باندې ۶۰ کاله عمر لري او ۴۴ کاله مخکې یې لېسه خلاصه کړې وه، خو لوړې زده کړې ورڅخه نیمګړې پاتې شوې. دی د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی دی او وايي چې په بایسکېلیې تر ګردېزه تګ راتګ کاوه او امتحانونهیې ورکړل.