د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۳

په مراکش کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر ۸۲۰ ته رسېدلی


په مراکش کې د مرګونې زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په مراکش کې د مرګونې زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

په مراکش کې زلزلې په سلګونو کسان وژلي او په سلګونو نور یې ټپيان کړي دي.

د امریکا د جیولوجي سروې د ادارې په وینا، دا زلزله د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه اته درجې وه.

د مراکش دولتي تلوېزیون نن د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په وینا خبر ورکړ چې د تېرې شپې د زلزلې له امله لږ تر لږه اته سوه شل تنه مړه شوې او شپږ سوه دوه اویا تنه نور ټپيان شوي دي.

د خبر له مخې ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

دا په تېرو شپږو لسیزو کې د افریقا په شمال لوېدیځ کې پروت مراکش کې تر ټولو خونړۍ زلزله ده، چې لومړی لوی ټکان یې چې شپږ اعشاریه اته درجې و د شپې یولس بجې او یولس دقیقې احساس شو بیا نولس دقیقې وروسته د ریښتر څلور اعشاریه نهه درجې بله زلزله وشوه.

ویل کېږي چې د زلزلې مرکز د مراکش له ښاره نژدې یو اویا کیلومتره لرې په اطلس غرونو کې و او د امریکا د جیولوجي سروې د معلوماتو له مخې دا زلزله اتلس اعشاریه پنځه کیلومتره په مځکه کې دننه پیل شوه.

د مراکش په ښار کې خلک له وېرې له کورونو بهر شپه تېره کړه.

د مراکش په ښار کې خلک له وېرې له کورونو بهر شپه تېره کړه.
د مراکش په ښار کې خلک له وېرې له کورونو بهر شپه تېره کړه.

په دغه ښار کې یو شمېر ودانۍ د یونسکو د لرغونو اثارو په لېست کې شاملې دي او ویل کېږي چې لرغونو ودانیو ته هم زلزلې زیان رسولی دی.

اسوشېټېډپرېس اژانس خبر ورکړ چې په مراکش کې د دولسمې میلادي پېړۍ لرغونی جومات قرطبه ته هم څه زیان اوښتی دی.

په ځینو سیمو کې سړکونه مات شوي دي، یو نیم ځای بیا له غرونو او غونډیو کاڼې راښویېدلې دي او لارې یې بندې کړې دي.

د ژغورنې عملیات لاهم روان دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې زلزلې د الحوز، ورزازات، مراکش، ازیلال، شیشاوه او تارودانت په ولایتونو کې زیان اړولی دی.

چارواکي وایي چې له غرنیو سیمو لا هم د تلفاتو دقیق معلومات نه لري نو دوی اندېښنه څرګنده کړې چې د پلټنې د عملیاتو په ترڅ کې ښایي څرګنده شي چې نور تلفات به هم اوښتي وي.

XS
SM
MD
LG