د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۲

د کندهار ځینې اوسېدونکي: د خښتو او کولالانو بټیو ګڼې روغتیايي ستونزې پېښې کړي


د کندهار ولایت یوه څنډه کې د خښتو بټۍ چې لوګي تر پورته کېږي.
د کندهار ولایت یوه څنډه کې د خښتو بټۍ چې لوګي تر پورته کېږي.

د خښتو او کولالانو بټیو د کندهار اوسېدونکي له روغتیايي او نورو ستونزو سره مخ کړي دي.

د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي چې کورونو يې د بټیو په شاوخوا کې دي، وايي، د بټیو دود یا لوګي نه یوازې روغتیايي ستونزې ورته پېښې کړې بلکې د کورونو توکي هم له دود څخه تل ناپاکه وي.

بلخوا په کندهار کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولان وايي، د اوس لپاره د استوګنې له سیمو د بټیو د انتقال امکانات نه شته، خو د بټیو د خاوندانو څخه يې د مضره توکو د نه سوځولو ژمنه اخیستې ده.

نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:10 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG