د پاکستان په بلوچستان کې د افغانستان په انځرو یو بار موټر سوځول شوی دی.
په دې پېښه کې، افغان سوداګر ته شاوخوا درې لکه ډالره زیان رسېدلی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې داسې پېښې سوداګري او ترانزیت اغېزمنوي او بیا به سوداګر زړه ښه نه کړي، چې په دې لارو خپل اموال انتقال کړي.
د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده.
لومړی یې د بلوچستان د پېښې د څرنګوالي په باب ورنه پوښتنه کړې ده.
د مرکې د اورېدو لپاره دا لېنک پرانېزئ: