پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ درېیم کال هم افغان نجونو او ښځو ته د زده کړو له اجازې ورکولو پرته پیل شو.
په افغانستان کې له شپږم تولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز شاوخوا ۷۰۰ ورځې تېرې او د طالبانو د واکمنۍ دریېم کال هم نجونو او ښځو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو د اجازې ورکولو پرته پیل شو.
افغانې ښځې او نجونې زده کوونکې دغه بندیز د یو تریخ، تیاره او له ناهیلۍ ډک حالت بولي.
نجونې زده کوونکې یو ځلې بیا د طالبانو له حکومت غواړي چې د ښوونځیو دروازې د دوی پر مخ خلاصې کړي.
مدینه په بلخ ولایت کې د نهم ټولګي زده کوونکې ده.
دا وايي: "د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله تېر شول او دریېم کال پیل شو، خو تر اوسه د ښوونځي دروازې د نجونو پر مخ خلاصې نهشوې، له طالبانو غواړو چې موږ ته د اجازه راکړي څو موږ او زده کړو او تعلیم ته دوام ورکړو."
بهار دانش هم په کابل کې د یولسم تولګي زده کوونکې ده.
دا هم د نجونو د ښوونځیو په خلاصون ټینګار کوي.
هغې وویل: "له دوه کالو ډېر وخت وشو چې موږ له زده کړو او له تعلیم لرې یوو او د ښوونځیو دروازې د موږ پر مخ بندې دي. هره ورځ بېصبرانه د ښوونځیو د خلاصون په تمه یوو. تر کوم وخت به موږ له خپل شرعي او انساني حقونو محرومې وو؟"
مریم د دولسم ټولګي زده کوونکې ده.
دا پر طالبانو د نیوکې ترڅنګ په نړیوالې ټولنې هم نیوکه کوي او زیاتوي چې نړیوالې تولنې د نجونو د ښوونځیو د خلاصون لپاره هېڅ کوم موثر کار ونه کړ.
هغې زیاته کړه: "زه ډېره زیاته غمجنه یم، دا ډېر د افسوس ځای دی، دوه کاله وشول موږ ښوونځیو ته نه ځو، دې زما په روح او روان منفي اغېز کړی. که څه هم د اګست له ۱۵مې وړاندې اوازې خپرې وې چې ښوونځي به خلاصېږي، زما په نړیوالې ټولنې دا نیوکه ده چې ښځو او نجونو ته یې هېڅ کار هم ونهکړ."
د ازادي راډیو خبریال د ښوونځیو د نجونو د غوښتنو په اړه د طالبانو د حکومت ذبیح الله مجاهد وپوښت، خو د راپور تر خپرېدو یې پوښتنې ځواب نهکړې.
د ښوونځیو خلاصون یوازې ښوونځیو د زده کوونکو غوښتنه نه بلکې د هغوی د کورنیو او د ښځو او نجونو د حقونو فعالانې هم په دې موضوع ټینګار کوي او د هغې د پایلو په اړه خبرداری ورکوي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالانې وايي، کې نجونو ته د ښوونځیو د تګ اجازه ورنهکړل شي نو افغانستان په بېلابېلو برخو کې زیان وویني.
د ښځو د حقونو فعاله شریفه حصار ازادي راډيو ته وویل: "زموږ هېواد له هره اړخه که هغه اقتصادي، ټولنیز، یا فرهنګي وي یو فلج هېواد پاتې کېږي چې دا یوه ناورین او مایوس کوونکې موضوع ده چې د تولنې نیم قشر فعالیت نه لري او نالوستي پاتې کېږي."
شېردل پاڅون د زده کړو بل فعال هم وايي، د ښځو شتون په یوه ټولنه کې حتمي دی او ښځې یوازې د زده کړو له لارې لوړو پوړونو ته رسېدلای شي او په راتلونکې کې هېواد ته موثرې ثابتېدای شي.
طالبان په افغانستان کې واک ته له رسېدلو وروسته پر ښځو او نجونو د ښوونځیو او د پوهنتونونو د دروازو له تړلو پرته ګڼ شمېر نور محدودیتونه هم لګولي.
دا په داسې حال کې دی چې د ښوونځیو د تړلو نږدې ۷۰۰ ورځې او د پوهنتونو د تړلو اته میاشتې تېرې شوي دي.
که څه هم د ملګرو ملتونو، د ښځو د حقونو د ملاتړو بنسټونو او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لهخوا د ښځو او نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره ډېرې هڅې وشوې، خو لا هم طالبان له خپلې پرېکړې نه دي شاته شوي.
د طالبانو حکومت تل ویلي چې د ښځو او نجونو لپاره په خوندي چاپېریال او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د زده کړو د زمینې برابرولو پر طرزالعمل کار کوي، خو له دوه کلونو وروسته د طالبانو دغه ژمنه لا هم یوازې یوه ژمنه پاتې ده.