خبرونه
د امریکا د جیولوژۍ اداره: افغانستان او سیمه کې د تېرې شپې زلزله ۵.۸ درجې چټکه وه
تېره شپه د کابل په ګډون د افغانستان ځینې ولایتونه زلزلې ولړزول.
دا زلزله چې د شپې په ۸ بجې او ۳۰ دقیقې وشوه، د تلفاتو په اړه یې تر اوسه راپورونه نه دي ورکړل شوي.
د امریکا د جیولوژۍ سروې ادارې ویلي، چې د تېرې شپې زلزله د رښتر په اندازه ۵.۸ درجې او مرکز یې هم د هندوکش د غرونو لړۍ وه.
د یادې ادارې په وینا، دا زلزله د افغانستان ترڅنګ په پاکستان، هند، تاجکستان او ازبکستان کې هم احساس شوې ده.
په افغانستان کې دا زلزله داسې مهال کېږي، چې ۵ ورځې مخکې (د زمري میاشتې په ۱۰مه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې څلورم هېواد بللی و چې د اقلیمي بدلونونو له ګواښ سره مخ دي او له امله یې وچکالي، طوفانونه، واورې ښویېدنې او زلزلې تجربه کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
درې تنه افغان قاچاقبران په برتانیا کې نیول شوي دي
درې تنه افغانان چې له افغانستانه اروپا ته د زرګونه افغانانو په قاچاق تورن دي، په برتانیا کې نیول شوي دي.
د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې دا کسان چې د یوه بانډ غړي دي د ځوانو هلکانو په ځورونه هم تورن دي.
د برتانیا د کورنیوچارو وزیرې ایویت کوپر نن وویل چې درې واړه تورن بېرحمه کسان دي او مخکې د بلجیم د یوې محکمې له خوا هم په غیاب کې محاکمه شوي دي. د مېرمن کوپر په وینا په دوی کې یوتن په لس کاله او دوه نور هر یو په درې کاله حبس محکوم شوي دي.
د برتانوي چارواکو په وینا د دې بانډ غړو زرګونه انسانان له افغانستان، ایران، ترکیې او د بالکان له هېوادونو څخه لویدیځې اروپا، عمدتا فرانسې ته قاچاق کړي دي.
ویل شوي چې دې قاچاقبرانو به ځوان هلکان د لارې په اوږدو کې له جنسي پلوه ځورول او فلمونه به یې ترې اخیستل کېدل چې غږ ونه باسي. د خبر له مخې بلجیم ته د دې تورنو د سپارلو لپاره قانوني پړاوونه پیل شوي دي څو دا کسان خپله سزا هلته تېره کړي.
په پاکستان کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې ۱۸ کسان مړه شوي
د پولیسو یوه چارواکي محمدارشاد ویلي چې د دې هېواد د ختیځ ایالت پنجاب د فتح جنګ ښار پر یوه لویه لاره د یوه مسافروړونکي بس د اوښتو په پېښه کې لږترلږه لس کسان مړه او اوه نور کسان ټپیان شوي دي
د ارشاد په وینا دا بس له بهاولپور څخه د پلازمېنې اسلام آباد پر لور روان و.
همداراز سیمه ایزو رسنیو راپور ورکړی چې په سند ایالت کې هم پر یوه لویه لاره په ترافیکي پېښه کې چې د یوه مسافروړونکي او یوه باروړونکي موټر د ټکر له کبله وشوه، اته کسان مړه شوي دي. چارواکو ویلي دي چې دواړه پېښې د ډریورانو د بې احتیاطۍ نتیجه وه.
متحدوایالتونو له اوکراین سره دوه نیم میلیارد ډالره مرسته اعلان کړه
داسې مهال چې د ولسمشر جوبایډن د ولسمشرۍ د دورې پای ته یوازې درې اونۍ پاتې دي متحدوایالتونو له اوکراین سره د ۲،۵ میلیارد ډالره مرسته اعلان کړې ده.
سپینې ماڼۍ نن په یوه بیان کې وویل چې د دې مرستې نیمايي د اوکراین د پوځ او پاتې نوره یې د اوکراین د امنیتي ملاتړ د نوښت لپاره ځانګړې شوې. په بیان کې د ښاغلي بایډن له قوله راغلي دي چې نوموړی وايي، ده د امریکا د زړو تجهیزاتو په ګډون له اوکراین سره د مرستو د دوام او د جګړې ډګر ته د هغو د ژرترژره رسولو سپارښتنه کړې ده.
له دې څو ساعته مخکې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ویلي و، چې واشنګټن به ډېرژر دا مرسته اعلان کړي.
په غزني او لغمان کې ټرافیکي پېښې او د ۳۰ کسانو مرګژوبله
په غزني کې د کابل- هرات پر لویه لار د یوه مسافروړونکي او باروړونکي موټرو د ټکر په پېښه کې یو تن مړ او ۷ تنه ټپیان شوي، چې شپږ تنه یې ماشومان دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس نن دوشنبه خبر ورکړی، چې مړه او ټپیان د یوې کورنۍ غړي وو.
بلخوا په لغمان ولایت کې پرون په یوه ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۵ تنه مړه او ۱۷ تنه نور ژوبل شول.
د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، په لغمان کې د دې ډلې د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي ویلي، چې ۲۲ کسانو ته وروسته له هغې مرګ ژوبله واوښته چې د لغمان د مرکز مهترلام په قلعه کوټ ساحه کې یوه مرسډیز ډوله موټر له دوو رکشاوو سره ټکر وکړ.
د دغه ټکر د علت په اړه څه نه دي ویل شوي. د ټرافیکي اصولو نه رعایتول، د چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی په افغانستان کې د اکثرو ټرافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.
په غزه کې پر النصیرات کمپ پرونۍ حمله کې ۹ کسان وژل شوي
د فلسطینیانو خبري اژانس وفا راپور ورکړی، چې په غزه کې پر النصیرات کمپ د اسرائیل د توغندیو په پرونۍ حمله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ کسان وژل شوي دي.
دا د غزې په مرکزي برخه کې پر دغه کمپ چې د فلسطینیانو بېځایه شویو په کې پناه اخیستې ده، د اسرائیل د وروستیو اوونیو د هوايي حملو وروستۍ هغه ده، چې د راپورونو له مخې، په نتیجه کې یې ۱۵ کسان ټپیان شوي هم دي. د وفا د راپور له مخې تر دې مخکې د غزې په شمال کې پر بیت حانون د اسرائیل په یوه جلا حمله کې ۷ کسان وژل شوي وو. د اسرائیل د پوځ یوه ویاند ویلي د دغو راپورونو په اړه څېړنې کېږي. په همدې حال کې د اسرائیل پوځ ویلي چې پرون یې د غزې د شمال پر یوه روغتون په چاپه کې د فلسطینیانو شا و خوا ۲۰ افراطي وسلوال وژلي دي. اسرائیل دا په دې قلمرو کې خپل تر ټولو پراخ پوځي عملیات یاد کړي دي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د پخوانۍ شارژدافېرې رافایلا آیودیس مړینه
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست پخواني مشر جوزیپ بوریل د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د پخوانۍ شارژدافېرې رافایلا آیودیس پر مړینه خپګان وښود.
بوریل ویلي، هغې د افغان ښځو کرامت او حقونو ته فوق العاده ژمنتیا درلوده او یوه الهام بخښونکې نمونه وه.
ښاغلي بوریل پر خپله ایکس پاڼه پرون ناوخته لیکلي، چې د مېرمن آیودیس پر مړینه سخت خپه دی. هغه زیاته کړې، چې د رافایلا آیودیس نه ستړې کېدونکو هڅو په افغانستان کې د بېشمېره خلکو ژوند بدل کړ او د هغو کسانو په ږغ بدله شوه، چې چا ورته غوږ نه نیوه.
بل لوري ته پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپله ایکسپاڼه د مېرمن آیودیس پر مړینه خپګان ښوولی او لیکلي یې دي، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دې پخوانۍ چارواکې د خپل ماموریت پر مهال له افغانانو سره زیاته مرسته او همکاري کړې وه.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ پرون د رافایلا آیودیس د مړینې خبر ورکړ. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د شارژدافېرې په توګه د هغې دنده د سږ میلادي کال د اګست میاشتې په وروستیو کې پای ته رسېدلې وه.
د امریکا پخوانی ولسمشر جیمی کارتر مړ شو
د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارتر د سل کلنۍ په عمر مړ شو.
د کارتر مرکز پرون یکشنبه خبر ورکړ چې نوموړی په جورجیا ایالت کې په خپل کور کې مړ شوی دی.
کارتر د ۱۹۷۷ او ۱۹۸۱ کال ترمنځ د امریکا نهه دیرشم ولسمشرپاته شوی او په ۲۰۰۲ کال کې یې د نوبل د سولې جایزه هم ګټلې وه.
د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې د کارتر لپاره به په واشنګټن کې د جنازې د مراسمو د بند و بست امر وکړي او نوموړي زیاته کړې " متحده ایالتونو او نړۍ یو کمساری رهبر له لاسه ورکړ".
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د بشري حقونو په ساتنه کې د کارتر رول ستایلی او ویلې يې دي، هغه له ولسمشرۍ وروسته هم د بشري حقونو دفاع ته دوام ورکړ.
کارتر د نړۍ او سیمې په سیاستونو کې هم مهم رول درلودلی دی.
کارتر د اسراییل او مصر ترمنځ د سولې په تړون کې منځګړیتوب کړی او دغه راز یې په ایران کې د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته د متحده ایالتونو له ملاتړه برخمن پاچا محمد رضا پهلوي ته هم سیاسي پنا ورکړه چې د ګڼ شمېر ایرانیانو غوسه یې پارولې وه.
د سوريې واکمن له نړۍ سره نږدې اړیکې غواړي او ایران ته وايي په سیمه کې لاسوهنه بنده کړي
په سوریه کې د واکمنې ډلې «هییت تحریر شام» مشر احمد شرع وايي، سوریه به د سعودي عربستان او حتی روسیې په ګډون له ټولو هېوادونو سره نږدې اړیکې ولري، خو د تهران د لاسوهنو د دوام په صورت کې به له ایران سره جلا چلند کوي.
هغه د یکشنبې په ورځ له العربیه شبکې سره په مرکه کې وویل چې ایران باید په سیمه کې پر خپلو مداخلو او سیاستونو له سره غور وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران مشر علي خامنه يي د بشاراسد له تېښتې وروسته په خپله وینا کې په سوریه یا سیمه کې د ایراني نیابتي ځواکونو موجودیت په اساسي توګه رد کړ او ادعا یې وکړه چې دوی ته "اړتیا نه لري".
د روسیې ترڅنګ ایران هم د دغه هېواد په کورنۍ جګړه کې د سوریې د لیرې شوي ولسمشر بشاراسد له اصلي ملاتړو څخه و.
د اسد رژیم د دسمبر په اتمه نسکور شو او د تحریر الشام ډلې په مشرۍ وسله وال واک ته ورسیدل.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي له بیا راستنېدونکو سره یې مرستې چټکې کړي
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې له راستنیدونکو افغان کډوالو سره د دوی د ژوند د بیا پيل په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.
د یکشنبې په ورځ دغې ادارې په ایکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې د ټولنیزو سرچینو د مرکز له لارې چې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت او د دغه صندوق له خوا یې ملاتړ کیږي د راستنیدونکو او بې ځایه شویو لپاره د روغتیا زده کړې، کارموندنې او عامه پوهاوي پروګرامونه وړاندې کړي.
دغې ادارې ویلي دي چې د ټولنیزو سرچینو د مرکز له جوړیدو راهیسې یې له ۱۷۸۰۰ کسانو سره د ژوند په بیا پيل کې مرسته کړې ده.
په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې هره اوونۍ له پاکستان او ایران څخه زرګونه کسان په زوره او یا په خپله خوښه هېواد ته راستنېږي.
تر دې مخکې یو شمېر راستنېدونکو ازادي راډيو ته ویلي و چې د ژمي په رارسېدو سره له بدو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
ایران کې یو بل افغان هم اعدام شوی
د ایران د بشري حقونو یوه څارونکي سازمان راپور ورکړی چې د ایران حکومت د یکشنبې په ورځ په لُرستان ولایت کې یو افغان اعدام کړی دی. (ههنګاو) سازمان ویلي چې دا افغان جلال ستانکزی نومېده او څلور کاله وړاندې د قتل په تور نیول شوی او په اعدام محکوم وو.
په دغه افغان باندې د اعدام حکم د لُرستان په الیګودرز زندان کې اجرا شوی.
ایراني رسنیو په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې د ایران د بشري حقونو څارونکو سازمانونو ویلي چې سږ کال په دغه هېواد کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۷۱ ته رسېدلی دی.
د بشري حقونو سازمانونه او مدافعین وايي، په ایران کې د قضیو د اورېدلو بهیر عادلانه نه دی او ډېری تورن کسان مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لري.