د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۸ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

راپور: د بریتانیا حکومت د افغان همکارانو په 'تود هرکلي' پروګرام کې پاتې راغلی


د کابل له هوايي ډګره د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې د تخلیې پروګرام یو انځور
د کابل له هوايي ډګره د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې د تخلیې پروګرام یو انځور

د بریتانیا د کډوالو شورا وايي، د دغه هېواد حکومت په خپله هغه ژمنې کې چې د برتانوي ځواکونو د افغان همکارانو 'تود هرکلی' به کوي، پاتې راغلى دى.

د بریتانیا د کډوالو شورا وايي، د دغه هېواد حکومت د خپل افغان همکارانو د 'تود هرکلي' په برخه کې پاتى راغلى او دا ناکامي لامل شوې چې دوی بریتانیا ته د رسېدو په موخه خطرناکې لارې غوره کړي.

دغې شورا د پنجشنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د لېږد د بهیر د ناکامۍ له امله تېر کال له اتو زرو څخه ډېر افغانان د کښتیو له لارې تللي، زیاتوي چې دوی خپل ځانونه په خطر کې اچولي او د مانش له کاناله تېر شوي، خو ځان یې بریتانیا ته رسولی.

راپور زیاتوي، له دې سره سره بیا هم د دغو افغانانو د کډوالۍ غوښتنلیکونه نه دي منل شوي، په غیر قانوني توګه له ورتګ منع شوي او بېرته لېږل شوي دي.

د بریتانیا د کډوالو د شورا په راپور کې دا هم ویل شوي چې په زرګونو نور افغانان چې د برتانوي ځواکونو همکاران پاتې شوي، په افغانستان او یا هم نورو ګاونډیو هېوادونو کې انتظار باسي او نه شي کولای چې بریتانیا ته ځانونه ورسوي.

د افغانانو په ګډون د یو شمېر هېوادونو وګړي هڅه کوي چې په سختو لارو ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي.
د افغانانو په ګډون د یو شمېر هېوادونو وګړي هڅه کوي چې په سختو لارو ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي.

د برتانوي ځواکونو یوه پخواني افغان همکار چې ويې نه غوښتل د امنيتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخیستل شي او اوس پاکستان کې د خپلې کډوالۍ دوسیې د بهیر د بشپړولو په موخه ژوند کوي ازادي راډيو ته وویل، دی او څو نور همکاران یې بریتانیا ته د تګ په موخه د خپلو دوسیې د مراحلو په انتظار دي، خو لا هم بې برخلیک حالت سره مخ دي.

هغه وویل: "ان په محکمه کې مو کېس وګاټه، خو بیا هم حکومت يې پلمې لټوي، موږ یې له دې کېس او پروسې مایوسه کړي یو. بریتانیا په دې برخه کې ګڼې ستونزې لري."

د بریتانیا د کډوالو شورا وايي، بریتانیا ژمنه کړې وه چې د هېواد د اصلي طرحې په عملي کولو سره به ۵ زره افغانانو ته به په بریتانیا کې د استوګنځايونه ورکوي، حال دا چې د راپور پر بنسټ په دې برخه کې یوازې ۵۴ د افغانانو لاسنیوی شوی.

د شورا په راپور کې دا هم راغلي چې د افغانانو کورنۍ له یو بل جلا شوي، ځکه د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت نه دی توانېدلی چې افغانانو ته منظمه او روښانه لار ومومي، څو خپل د کورنۍ له غړو سره چې ورنه جلا شوي، یو ځای شي.

د بریتانیا د کډوالو شورا په بریتانیا کې د افغانانو وضعیت ته هم کتنه کړې او ویلي، بریتانیا ژمنه کړې وه چې د دغه هیواد له ځواکونو سره همکار افغانان به بریتانیا ته انتقالوي او لاسنیوی به یې کوي.

په دغه راپور کې دا هم راغلي چې د بریتانیا حکومت اوسنی کړنې لامل شوي چې زرګونه نارینه، ښځې او ماشومان د بې برخلیکۍ سره مخ شي، دوی د اوسېدو لپاره دایمي ځای نه لري او هم د بېرته ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

د بریتانیا بیرغ
د بریتانیا بیرغ

په دې راپور کې د بریتانیا د کډوالو شورا د مدیر اینور سولومون له قوله راغلي، چې د بریتانیا حکومت باید د خپلو افغان همکارانو د 'تود هرکلي'، د افغانانو د مېشتېدو طرحه، د کورنۍ سره یو ځای کېدو او د دایمي اوسېدو په ژمنه ولاړ ووسي او د هغه په خبره افغان برتانوي متحدین د امنیت او اطمینان وړ دي نه د خیانت.

د بریتانیا د کدوالي شورا د هغه افغانانو په اړه چې موقتاً د دغه هېواد په هوټلونو کې ژوند کوي هم اندېښنه ښودلې، او ویلي چې د هوټلونو څخه د افغانانو په ایستلو سره دوی بې برخلیکه کېږي.

په ورته وخت کې په بریتانیا کې اوسېدونکی یو بل افغان چې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې خپله اندېښنه داسې څرګنده کړه: "افغانانو ته د اندېښنې وړ پروسه دا ده چې د هوټلونو څخه د ایستلو وروسته دوی موقت نورو هوټلونو او کورونو ته لېږل کېږي ځکه، معلومه نه ده دا چې هلته یوه میاشت، دو میاشتې، درې میاشتې او که څو میاشتې پاتې کېږي او وروسته له هغه باید ورته کور ورکړل شي."

دا په داسې حال کې ده چې یوه میاشت وړاندې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت اته زره افغان کډوالو ته چې د بریتانیا په ۵۹ هوټلونو کې اوسېدل، وخت ورکړی و چې د ۲۰۲۳ کال د اګست تر پایه دغه هوتلونه پرېږدي.

په افغانستان کې د جمهوري دولت له سقوط، د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې بریتانیا خپل زرګونه افغان همکاران وایستل، چې ځینې یې بریتانیا ته لېږدول شوي او په هوټلونو کې مېشت دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG