په هرات ولایت کې د سرطان د کنټرول د پروګرام مسوولان وايي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې د هېواد په لوېدیځ کې د سرطان د ناروغانو شمېر د پخوا پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی.
د افغانستان په لوېدیځه حوزه کې د سرطان د مخنیوي د ملي پروګرام مسوول ډاکتر فاروق احمد صدیقي ازادي راډيو ته وویل، په تېر کال کې د سرطان څه باندې څلور زره پېښې ثبت شوې وې، چې پنځوس سلنه یې ښځې چې له ډلې یې ۲۵ سلنه یې د سینې په سرطان اخته دي.
نوموړی وايي: "تقریباً په هرو دوو پېښو کې چې موږ ته راځي، یوه یې د سینې سرطان وي، دا شمېرې د پخوا په پرتله لوړې شوي. موږ باید د وقایې پر لارو چارو پوه شو، څو امار یې ټیټ شي."
صديقي وایي، د تېر کال په پرتله په دې ناروغۍ کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی.
نوموړی دا هم وايي، چې ډېری ښځې د سینې د سرطان په اړه معلومات نه لري همدا لامل دی چې ډاکتر ته په ځنډ مراجعه کوي او بیا وروسته په درملنه او تشخیص کې له ستونزو سره مخ کېږي.
د سینې سرطان په نړۍ کې د سرطان دویم عام ډول دی، چې ښځې او نارینه ورباندې اخته دي، خو د دغې ناروغۍ احتمال په ښځو کې د نارینو پرتله لوړ دی.
شکرانه هغه مور ده چې له څو کالو راهیسې یې لور د سینې د سرطان په ناروغۍ اخته ده.
هغه وایي، په لومړي سر کې یې لور داسې احساس کاوه چې په سینه کې یې یوه غده ده، خو وروسته تشخیص شوه چې د سرطان په دې ډول ناروغۍ اخته ده.
نوموړې ازادي راډيو ته وویل، له څه مودې راهیسې دې ناروغۍ یې د لور په وجود کې وده کړې او لور یې بد وضعيت تېروي.
نوموړې وايي: "عملیات مو ونه کړ، وضعيت یې ښه و، له تېرو درېیو میاشتو څخه یې وضعيت لا خراب شوی، اوس بالکل بستري شوې او د اکسیجن بالون مو کور ته راوړی."
هغه وايي، ښه اقتصاد نه لري او د پور په پیسو د خپلې لور دارو، درمل اخلي.
په هرات ولایت کې د نسايي او ولادي متخصصه او د سینې د سرطان د فیلوشیب درلودونکې داکتره سهیلا حیدري وايي، د دې ډول سرطان تر ټولو عام لاملونه جنیتيکي ستونزې، چاغښت، بې اولادي، هورموني بدلونونه، د خوړو رژیم، د ویټامینونو کمښت، د حمل ضد درمل کارول او هم ځینې نور موارد دي.
ډاکتره سهيلا وايي: "هغه مېرمنې چې دا ناروغي یې په کورنۍ کې شته، د دغې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي، هغه کورنۍ چې مور، عمه، خور او لورانې یې د سینې د سرطان په ناروغۍ اخته دي، د سرطان کچه یې لوړه ده."
حیدري وايي، د دې ناروغۍ نښې درد، په وینو ککړ افرازات او چرک، د رنګ بدلون، د سینې د اندازې او د بڼې بدلون او په سینه کې د غدو راپیدا کېدل دي.
نوموړې دا هم وايي، کومې ښځې چې په کورنۍ کې یې دا ډول ناروغي شته، له ۳۵ کلنۍ څخه باید په منظم ډول معاینه شي.
که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان د دغه ډول معایناتو لپاره معیاري عمر ۴۵ کلني ښودلی، خو په افغانستان کې ډاکتران وايي، چې په هېواد کې د روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي له امله باید دا معاینات له ۴۵ کلنۍ څخه مخکې وشي څو په وخت یې درملنه شوې وي.
اغلې حیدري وايي، مېرمنې باید له ۲۰ کلنۍ څخه په منظم ډول خپل اندام چک کړي او که په بغل او سینه کې د غدو یا درد احساس لري، نو باید ډاکټر ته مراجعه وکړي.
دا ډاکتره نورې سپارښتنې هم لري او وايي: "هغه خواړه چې دوی یې کاروي باید طبیعي ووسي، د کورنيو چرګانو هګۍ او غوښه وخوري، د بسته بندي شويو محصولاتو له استفادې، چې په کې ساتونکي ترکیبات وي ډډه وکړي. تازه مېوې اوکورنۍ لبنیات وکاروي، صحي خواړه د ټولو ناروغیو مخه نیسي."
که څه هم په افغانستان کې په دغه ناروغۍ د اخته کسانو کره شمېر نه دی معلوم، خو د سرطان د احصایې د نړیوال مرکز د راپور له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې د سینې د سرطان ۳۰۶۲ پېښې ثبت شوې وې.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د سرطان د تشخیص څلور دولتي مرکزونه شته، چې دوه یې په کابل، یو په هرات او بل په بلخ کې دی.