د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

د توپان احتمال؛ هند او پاکستان کې لسګونه زره کسان له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي


د کراچۍ یوه څنډه
د کراچۍ یوه څنډه

د یوه سمندري توپان له امله چې د هند او پاکستان پر لور روان دی، په دواړو هېوادونو کې لسګونو زره کسان له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي.

د بایپرجوای په نوم دغه سمندري سیلۍ یا توپان چې په بنګالي ژبه غمیزې ته وایي، د پاکستان او هند پر لور روان دی.

په دواړو هېوادونو کې د اقلیم د څارنې د چارو مسوولانو ویلي چې دغه توپان له کراچۍ ښاره ۶۰۰ کیلو متره لیرې د عربو په سمندرګي کې دی او تمه ده چې د پنجشنبې تر ماښام پورې دې ښار ته ورسېږي.

په پاکستان او هند کې د تندو بادونو او د سېلابونو د راوتلو وړاندوینه شوې او ویل شوي چې، دغه توپان به د هند د ګجرات له ماندوي نه د پاکستان تر کراچۍ ښاره پورې ۳۲۵ کیلومتره اوږده ساحلي سیمه اغېزمنه کړي.

د هند د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې دغه سمندري توپان به د پنجشنبې د ورځې ناوخته د هند جکهاو بندري ښار وځپي او خبرداری ورکوي چې په سیمه به ډېر خټین او خام کورونه ویجاړ کړي.

هوا پېژندونکو ویلي چې د دغه توپان شدت به چې اوس په سمندرګي کې په ساعت کې ۱۸۰ کیلو متره دی، کله چې وچې ته ورسېږي، په ساعت کې تر ۱۳۵ کیلو مترو پورې راکم شي.

په ګجرات کې یوه چارواکي ویلي، چې له سرحدي او ټیټو سیمو له ۴۷ زره زیات کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي او نن د ورځې تر پایه به نور هم له خپلو کورونو ووځي.

د پاکستان د اقلیم د چارو وزیرې شیري رحمن نن وویلو د دې هېواد له جنوب ختیځو ساحلي سیمو ۶۲ زره کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي او په ښوونځیو او کالجونو کې د مرستې رسولو ۷۵ کمپونه درول شوي دي.

مېرمن رحمن ویلي چې کب نیونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې په سمندرګي کې له کب نیونو ډډه وکړي.

دغه راز ویل شوي چې په کراچۍ کې به چې شاوخوا شل ميلیونه وګړي واوسي، سېلابونه راووځي.

XS
SM
MD
LG