د زهرو کاروان دې خپرونه کې به واورئ چې یوه نوې سروې ښيي په هلمند ولایت کې د کوکنارو کښت له دوه سوه زرو څخه نږدې زر هکتاره ته راښکته شوی.
په يو راپور کې به دا واورئ چې امریکایي چارواکي په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کموالي په اړه د نظر اختلاف لري.
له نشهيي موادو استفاده د انسان د بولو پر سيستم څه اغېز لري؟ په دې اړه مرکه او د خپرونې په وروستيو کې د معتاد خاطره او ډرامه هم اورېدلی شئ.
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې غږيز فايل کېکاږئ: