د زهرو کاروان په دې خپرونه کې به واورئ چې په فراه ولایت کې هغو بزګرو چې پخوا کوکنار کرل او سږ کال یې غنم کرلي، اندېښمن دی چې د وچکالۍ له امله به مناسب حاصل په لاس ورنه شي.
په یو بل راپور کې په نشه یي موادو د بیا اخته کېدو د مخنیوي په برخه کې د کاري فرصتونو پر اغېز بحث شوی.
دغه راز په خپرونه کې له یو ډاکتر سره مرکه شوې او دا واورئ چې ولې نشه د معتاد له سترګو شرم او حیا اخلي.
دارانګه په خپرونه کې د یوه معتاد ورور کیسه کوی چې ورور یې پر خپلې کورنۍ څه بدې ورځې راوستي، او د خپرونې په دوام به ډرامه هم واورئ.
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: