د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

د پاکستان روان وضعیت ته د امریکا، بریتانیا، سکاټلنډ او طالبانو غبرګونونه


د پاکستان د مخکیني صدراعظم عمران تر نیونې وروسته د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې تاوتریخجن لاریونونه پیل شوي دي.
د پاکستان د مخکیني صدراعظم عمران تر نیونې وروسته د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې تاوتریخجن لاریونونه پیل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په پاکستان کې د وروستیو تحولاتو په اړه چې لاریونونه شوي او په ځینو مواردو کې په تاوتریخوالي هم اوښتي، خواشیني څرګندوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو اسلامي امارت په پاکستان کې سیاسي ثبات د پاکستان د مسلمان ملت او د ټولې سیمې په ګټه بولي او له ښکېلو لوریو د زغم او تفاهم غوښتنه کوي.

همدارنګه ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په روان وضعیت کې په هغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د خوندیتوب په اړه خپلو استازولیو ته لازمې لارښوونې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، غواړي ډاډ ترلاسه کړي هغه څه چې په پاکستان کې پېښېږي، د دې هېواد د قانون له حاکمیت او اساسي قانون سره اړخ لګوي.

بلېنکن دغه څرګندونې د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر جیمز کلیورلي سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې کړي دي.

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک ویلي، دا هېواد د پاکستان وضعیت له نږدې څاري.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې سوناک نن د دې هېواد د پارلمان غړیو ته وویل، د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان نیول کېدل د دې هېواد یوه کورنۍ موضوع ده.

هغه زیاته کړه چې له ډیموکراتیکو پروسو او په سوله‌ییز ډول د قانون حاکمیت ته د درناوي ملاتړ کوي.

د سکاټلنډ صدراعظم حمزه یوسف ویلي، په پاکستان کې وضعیت د ده په خبره د هغه هېواد چې زړه ته یې ډېر ور نږدې دی، ژوره اندېښنه لري.

یوسف چې د سکاټلنډ په ګلاسکو ښار کې دې هېواد ته له کډه شویو پاکستاني مور او پلار څخه دنیا ته راغلی، نن په یوه ټویټ کې ویلي چې په پاکستان کې د ارامۍ لپاره د نړیوالې ټولنې د غړیو له غوښتنو سره دی همغږی کېږي.

هغه زیاته کړې، تر ټولو مهمه دا ده چې په پاکستان کې د قانون د حاکمیت او ډیموکراسۍ د اصولو درناوی وشي.

XS
SM
MD
LG