د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

پر اوکراين د روسيې تازه بريدونه؛ کييف کې خلکو ته مرګ‌‌ژوبله اوښتې


د اوکرايني پوځيانو يو جنګي ټانک
د اوکرايني پوځيانو يو جنګي ټانک

د اوکراین پر پلازمېنې کییف باندې نن سهار یو وار بیا روسي ځواکونو د توغندیزو بریدونو یوه نوې څپه پيل کړه.

د اوکراین د پوځي ادارې مشر سرهي پوپکو ویلي چې، روسانو لږ تر لږه پنځلس توغندي توغولي وو چې ګڼ یې د اوکراین له‌خوا په هوا کې شنډ او له‌منځه یوړل شول.

په دغو بریدونو کې چې ځینې تاسیسات یې په نښه کړي لږ تر لږه یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د بریدونو له امله یو وار بیا د برښنا پرچاوي رامنځته شوې ده.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو په هولوشییف ښارګوټي کې خلکو ته د مرګ‌ژوبلې د رسېدو خبره تایید کړه او د کییف په اوسېدونکو یې غږ کړی چې په خپلو خوندي پناه ځایونو کې پاتې شي.

بېګاه هم پر کییف د ډرون الوتکې بریدونه شوي وو.

روسیې وروسته له هغه پر اوکراین د ډرون او توغندیزو بریدونو نوې څپه پیل کړې چې ولسمشر ولودومیر زلنسکي له خپلو لوېدیځو متحدینو وغوښتل چې د روسیې د بریدونو د دفاع لپاره اوکراین ته جنګي الوتکې او اوږد واټن ویشتونکي توغندي ورکړي.

جرمني او متحده‌ایالتونو ژمنه کړې چې کییف ته پرمختللي جنګي ټانکونه ورکړي.

د راپورونو له‌مخې اوکرایني ځواکونو په ګڼو ختیځو برخو کې پر روسي پوځيانو فشارونه زیات کړي.

د اوکراین ولسمشر له سکای نیوز سره په مرکه کې چې نن خپره شوې ادعا کړې، سره له دې چې اوکرایني عسکرو په دونیڅک او زاپروژیا ځینې ښارګوټي له لاسه ورکړي خو روسان یې له تر فشار لاندې راوستي.

هغه ادعا کړې چې د روسیې لور ته زرګونه کسان وژل شوي او په خبره یې چې روسي چارواکو د خپلو عسکرو مرګ‌ژوبلې ته له پام پرته خلک جنګ ته رابولي.

نږدې یو کال کېږي چې روسیې پر اوکراین خپل غیر موجه یرغل پیل کړی او ورځ تر بلې بریدونه زیاتیږي.

XS
SM
MD
LG