د امریکا متحدهایالاتو پلازمېنه واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخته لسګونه افغانان راټول شوي او په افغان نجونو او ښځو په زدهکړو، کار او نورو فعالیتونو د طالبانو لهخوا لګول شوي بندیزونه غندي.
سپينې ماڼۍ مخته افغان اعتراض کوونکي: امريکا او نړيواله ټولنه دې د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي

۱
د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو د زدهکړو، کار او تحصيل د محدوديتونو په تړاو د يو شمېر امريکا مېشتو افغانانو لهخوا د سپينې ماڼۍ مخته اعتراضيه ناسته

۲
اعتراض کوونکو له امريکا او نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي.

۳
اعتراض کوونکو وويل، ترڅو چې طالبانو پر افغان نجونو او مېرمنو محدوديتونه نه وي ليرې کړي، نړيواله ټولنه او امريکا دې د طالبانو سياسي مشرانو سره تعامل ودروي.

۴
د يادې اعتراضيه ناستې په پای کې يوه پرېکړهليک هم خپور شو چې پهکې بهر کې د طالبانو د سياسي دفتر تړل کېدو او د طالب مشرانو د شتمنيو د کنګل کېدو غوښتنې شوې وې.

۵
د امریکا متحدهایالاتو پلازمېنه واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخته لسګونه افغانان راټول شوي او په افغان نجونو او ښځو په زدهکړو، کار او نورو فعالیتونو د طالبانو لهخوا لګول شوي بندیزونه غندي.

۶
د سپینې ماڼۍ مخته د افغان نجونو او ښځو د حقونو په ملاتړ را وتلیو افغان معترضینو د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو ملاتړ وکړي.

۷
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د افغانستان د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رينا اميري ویلي، چې د افغان نجونو او ښځو غږ اوري او د دوی تر څنګ دریږي.

۸
سپينې ماڼۍ مخته افغان اعتراض کوونکي

۹
سپينې ماڼۍ مخته اعتراض کوونکي