د اسټرالیا په بیګ بیش سوداګریزو سياليو کې ۵ افغان لوبغاړي په سياليو بوخت دي.
تر دې دمه ټولو افغان لوبغاړو ښې لوبې ترسره کړې دي.
له دې افغان لوبغاړو یو هم د افغانستان د ملي نولس کلنې لوبډلې ځوان توپ اچونکی اظهارالحق نوید دی چې پخپله لومړنۍ لوبه کې یې دوه ویکټې اخستې وې.
دا چې ښاغلی نوید په دې لوبو کې د لوبېدو په پار څه نظر لري، د ارادي راډيو ورزشي خبریال بختیار ساحل ورسره مرکه کړې ده او په سر کې یې ترې پوښتلي دي چې تر لومړۍ لوبې وروسته دې څه احساس درلود؟
د ښاغلي اظهار الحق نويد مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: