د کرېکټ نړیواله شورا هره میاشت هغه غوره لوبغاړی اعلانوي چې غوره لاسته راوړنې ولري.
دا ځل د انګلستان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر جاس بټلر ته دغه ویاړ ور په برخه شو.
بټلر په نومبر میاشت کې انګلستان ته شل اوریز نړیوال جام وګاټه.
هغه په نیمه پایلوبه کې د هندوستان پر وړاندې په ۴۹ توپونو ۸۰ منډې کړې وې او لوبه یې ګټلې وه.
د تېرې میاشتې په غوره لوبغاړو کې د پاکستان شاهین اپريدي او د انګلستان بل لوبغاړی عادل رشيد ورسره په مقابله کې و، چې د مینهوالو د زیاتو رایو له امله جاس بټلر د نومبر میاشتې غوره لوبغاړی اعلان شو.
دغه راز په ښځينه لوبغاړو کې بیا پاکستانۍ صدرا امین د نومبر میاشتې د غوره لوبغاړې ویاړ خپل کړ.