د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

د افغانستان بانک پخواني چارواکي: د نويو افغاني بانک‌نوټونو ساتنه بايد وشي


د افغانستان بانک، انځور - ارشيف
د افغانستان بانک، انځور - ارشيف

د افغانستان بانک پخواني چارواکي افغانستان ته د تازه بانک‌نوټونو په رسېدلو سره سم ټینګار کوي، چې نوي بانک نوټونه باید سم وساتل شي او دغه کار سره له دې چې د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري ساتنه یې د پېسو د چاپ له اساسي اصولو هم ګنل کېږي.

د تېر جمهوري نظام د افغانستان بانک پخواني مرستیال خان افضل هډه وال په دې اړه د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په افغانستان کې د پېسو ناسم ساتل او دا چې سمه استفاده ترې نه‌کېږي د دې لامل کېږي چې نوي بانک‌نوټونه چاپ شي چې زیات لګښت غواړي.

د پېسو ساتل د یو هېواد په اقتصاد کې مهم رول لوبولی شي"

نوموړي وويل: "د پېسو ساتل د یو هېواد په اقتصاد کې مهم رول لوبولی شي، د دې تر څنګ د افغانستان غوندې په یو غریب ملک کې د نوي بانک‌نوټونو د چاپ لپاره د زیاتو پېسو له مصرف نه مخنیوي کېږي او د پېسو ساتل د پېسو د چاپ له اساسي اصولو هم دي چې باید په پام کې ونیول شي."

نوموړی د پېسو سم نه ساتلو فرهنګ او دغه شان ور څخه ناسمه استفاده د بانک‌نوټونو د ژر خرابېدو اصلي لاملونه په ګوته کوي.

ښاغلی هډه وال وايي، افغانستان اوس مهال یو محدود مالي نظام لري او په خبره يې، دغه نظام نه‌شي کولای د ټول هېواد د پولي اړتیاوو ځواب ویونکى و اوسي.

خان افضل هډه‌ وال
خان افضل هډه‌ وال

په ورته وخت کې د افغانستان د صرافانو سر تا سري ټولنه مارکېټ ته د نويو بانک‌نوټونو وړاندې کول یوه جدي اړتیا یادوي.

د دې ټولنې ویاند عبدالحمن ځیرک ازادي راډيو ته وویل: "نويو بانک‌نوټونو ته په مارکېټ کې زیاته اړتیا وه، دا زموږ اقتصادي چرخ په حرکت راولي، موږ د ښه‌والي خواته بیايي، له دې وړاندې زړو پېسو په مارکېټ کې جدي ستونزې جوړې کړې وې، له دې سره هم موږ هم صرافان او هم مشتریان په تکلیف وو، زموږ هیله دا ده چې دغه پېسې ژر تر ژره مارکېټ ته وړاندې شي."

د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي هم وايي، خلک باید د نویو بانک‌نوټونو نه سمه ساتنه وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکی میر جنید سادات وايي: "څوک پېسې زړه‌وي، همدا موږ او تاسي یو چې په ساتنه کې يې پام نه‌کوو، له بده مرغه دا زما د سترګو لیدلی حال دی چې ځینې مېرمنې پېسې په لاس کې نیسي او غونجوي یې، زما په نظر پېسې بايد په سمه توګه وساتل شي."

ارشيف
ارشيف

د کابل ښار بل اوسېدونکی شیردل پاڅون هم ورته نظر لري او وايي: "د نویو بانک‌نوټونو رسېدل یو ښه ګام دی، دا زموږ مسولیت دی چې له دې پېسو سمه ساتنه وکړو، مستريان او ډرېوران چې کله یې لاسونه په مبلاینو باندې وي باید پېسې لاس کې وانه‌خلي، د پېسو په ساتنه کې باید پام وشي."

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک چارواکي هم له خلکو ورته غوښتنه لري او وايي چې د نویو بانک‌نوټونو په ساتنه کې باید پام وشي ترڅو ژر له کاره ونه لویږي.

د پېسو د ساتنې لپاره باید له بټوو استفاده وشي

ددې بانک ویاند حسیب نوري وايي: "خلک باید په بانک‌نوټونو په قلم لیکل و نه‌کړي تر څو په مارکېټ کې تر ټاکلي وخت پورې ترې استفاده وشي او د هېواد اقتصاد ته زیان ونه رسیږي، د پېسو د ساتنې لپاره باید له بټوو استفاده وشي، بانک له خلکو غواړي چې په بانکي معاملو کې د پېسو ساتلو ته پام وکړي."

ښاغلي نوري د نویو بانک‌نوټونو د چاپ د لګښت په اړه معلومات وړاندې نه‌کړه.

سر له دې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ویاند دا و نه ویل چې له لس میلیادره افغانیو نويو چاپ شويو بانک‌نوټونو څخه څومره یې کابل ته انتقال شوي خو د دې بانک پخواني سرپرست وحید نوشیر پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د نویو بانک‌نوټونو ۷ میلیارده افغانۍ بانک ته تسلیم شوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ویلي، وروسته له هغې چې امریکا د نړېوالو بانکي سیسټمونو له لارې د پېسو د انتقال زمینه برابره کړه په پولنډ کې ۱۰ میلیاره افغانۍ نوي بانک‌نوټونه چاپ شول.

دا په داسې حال کې ده چې په ورستیو کې د افغانستان په بازارونو کې د نوي بانک‌نوټونو نشتون او د پخوانيو هغو زړښت د راکړې ورکړې پر مهال ستونزې جوړې کړې وې، ان تر دې چې طالبانو خپلو دولتي کارکونکو ته له همدغو زړو او ورستو شويو پېسو معاشونه ورکول.

XS
SM
MD
LG