د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

روسي ځواکونو یو وار بیا د اوکراین پر ځینو ښارونو بریدونه کړي


پر کییف د روسي ځواکونو د راکټي بریدونو یو انځور
پر کییف د روسي ځواکونو د راکټي بریدونو یو انځور

روسي ځواکونو یو وار بیا د اوکراین په پلازمېنه کییف او ځینو نورو ښارونو راکټي بریدونه کړي.

پلازمېنه کییف او د اوکراین څو نور ښارونه پرون یو وار بیا د روسیې د توغندیزو بریدونو هدف وګرځېدل.

د دوشنبې بریدونه په کییف، خارکیف، وینیتسیا، پولتاوا او نورو سیمو کې شوي.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي چې د پلازمېنې ټولې سیمې له سهار راهیسې برښنا نه لري.

د اوکراین د دوهم لوی ښار خارکیف ښاروال ایهور تیریخوف وویل، دوو توغندیو مهم بنسټیز تاسیسات په نښه کړل.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولیبا وویل چې د اکټوبر د ۳۱مې برید د روسیې د پوځي کمزورتیا نښه وه او زیاته یې کړه چې "روسیه د جګړې په ډګر کې د جنګېدو پر ځای له ملکیانو سره جګړه کوي."

روسیه غواړي په دې کار سره اوکراینیان له مقاومته راوګرځوي.

روسیې په هاوانونو، ډرون بریدونو او راکټي بریدونو سره څو اوونۍ د اوکراین د انرژۍ او نور اساسي تاسیسات او ملکي ودانۍ تر برید لاندې راوستي.

د راپورونو له مخکې د روسانو په دې بریدونو کې د اوکراین نږدې څلوېښت فیصده د انرژۍ تاسیسات ویجاړ شوي.

دې کار په پلازمېنه کییف او څو نورو ښارونو کې د برښنا پرچاوۍ رامنځته کړي هغه هم د ژمي په درشل کې چې د خلکو کړکېچن ژوند به لا له ستونزو سره مخ کوي.

خو د روسیې له دې ټولو هڅو سره سره چې غواړي اوکراینیان له مقاومته لاس په سر شي د اوکراین دفاعي ځواکونو د اشغالي سیمو د بیا نیولو په برخه کې پرمختګونو ته دوام ورکړی.

د اوکراین د ځوابي برید په لړ کې روسي ځواکونه له شمال ختیځ څخه ایستل شوي او په ختیځ او سویل ختیځ کې یې هم شاتګ ته اړ کړي.

لوېدیځو او اوکرایني چارواکو ویلي چې روسیه د خپل اته میاشتني یرغل سره چې د ناکامۍ نښې یې څرګندېږي اوس د تاسیساتو په هدف ګرځولو سره د اوکراین د خلکو د وېرولو په لټه کې ده.

XS
SM
MD
LG