د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

عمر: امریکا د طالبانو په منځ کې نفوذ لري


قطر کې د طالب پلاوي او امريکايي چارواکو کتنه
قطر کې د طالب پلاوي او امريکايي چارواکو کتنه

په جولای میاشت کې د القاعده شبکې پر مشر ایمن الظواهري، د امریکا له برید وروسته په لومړي ځل جګپوړو امریکايي چارواکو له طالبانو سره مخامخ خبرې کړي دي.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، د ولسمشر بایډن ادارې د سي آی اې مرستیال رئیس ډیوید کوهین د قطر پلازمېنې دوحې ته استولی او د شنبې په ورځ یې د طالبانو د استخباراتو د مشر عبدالحق وثیق په مشرۍ پلاوي سره وکتل.

له بلې خوا سي این این وايي چې د طالبانو د استخباراتو د رئیس په مشرۍ پلاوي سره د سي آی اې د مرستیال مشر د کتنې پر مهال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ هم حاضر و.

سي آی اې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه پورې په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

زموږ همکار په امریکا کې مېشت، د سیاسي مسایلو له شنونکي انجنیر عمر د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې: د طالبانو د استخباراتو مشر په قطر کې د امریکا د استخباراتي ادارې له معین سره د ټروریزم په وړاندې پر مبارزه خبرې کړي، ستاسو په نظر دا څه معنا لري؟

د ښاغلي عمر مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:09 0:00
XS
SM
MD
LG