د کاناډا نشریاتي اداره یا سي بي سي وايي، داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې ښيي، کاناډايي چارواکو د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له طالبانو سره په قطر کې لږ تر لږه ۱۳ ځلي کتلي دي.
د دې ادارې پر اساس، په دې اړه اسناد یې معلوماتو ته د لاسرسي د قانون پر اساس ترلاسه کړي او په هغو کې ښودل شوي چې د افغانستان لپاره د کاناډا جګپوړي استازي ډیویډ سپرول له یو شمېر نورو کاناډايي چارواکو او همدا راز د کاناډا د متحدو هېوادونو له استازو سره یو ځای له طالبانو سره په کتنو کې پر هغوی فشار راوستی چې د نجونو د زده کړو حق ورکړي، له تروریزم سره مبارزه وکړي او هغو افغانانو ته د وتلو خوندي لار یقیني کړي چې غواړي له خپل هېواده ووځي.
په راپور کې ویل شوي چې، کاناډا د امریکا او ځینو نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو خلاف په منظم ډول په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د خبرو په اړه معلومات نه شریکوي.
د کاناډا د نړیوالو چارو وزارت یوه وياند له سپرول سره د مرکې غوښتنه رد کړه، خو دغه وزارت تأیید کړه چې جګپوړي چارواکي یې له طالبانو سره په غیر رسمي تعامل بوخت دي او دې ډول خبرو ته به د دې لپاره دوام ورکړي چې د بشري حقونو د مسلو په خاطر پرې فشار راوړي.
سي بي سي ته په لاس ورغلیو اسنادو کې هغه موضوعات هم افشا شوي چې کاناډايي چارواکو له طالبانو سره پرې خبرې کړي دي.
د یوه سند پر اساس، سپرول ویلي چې، طالبانو وړاندیز وکړ چې بهرني حکومتونه له ښځو سره مرستې ته لېواله دي نو دوی دې ۲ سوه زره ښځینه ښوونکو ته، چې ۲۸ زره یې په کابل کې دي معاش ورکړي.
ده دا هم ویلي، طالبانو په کابینه کې د ښځو نهشتون ستونزه بللې خو هغه یې وړه ستونزه ګڼلې ده.
له طالب مشرانو سره د کاناډا د حکومتي چارواکو د کتنو موضوع له دې کبله د پام وړ ده چې د دغه هېواد د بشري مرستو مؤسسو په ځلونو له حکومت څخه غوښتي چې په هغه قانون کې بدلون راوړي چې له افغانانو سره د دوی د بشري مرستو مخه نیسي.
د دوی په وینا د کاناډا قوانین له افغانانو سره د مرستو مخه نیسي او باید په دغو قوانینو کې د یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادونو په شان بدلون راوړل شي.
د کاناډا د سور صلیب او امینسټي انترنشنل په ګډون ۱۸ خیریه مؤسسو ویلي، د کاناډا حکومت چې د طالبانو رژیم منزوي کوي، د بشري مرستو لپاره د لارو په موندلو کې تر خپلو سیالانو شاته پاتې شوی دی.
دوی همدا راز ویلي چې د کاناډا له لوري بندیزونه په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د هڅو خنډ کېږي.
د ملګروملتو په شان د نړیوالو ټولنو له اټکلونو سره سم ۲۳ میلیونه افغانان د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي او روغتیايي خدمات او اقتصاد د سقوط په درشل کې دي.