د بلخ پوهنتون يو شمېر محصلانو د دوشنبې په ورځ پر کاج ښوونیز مرکز د جمعې د بريد په غبرګون کې لاريون وکړ او د عدالت غوښتنهيې وکړه.
لاريون کوونکو د "عدالت او تعليم زموږ حق دی" شعارونه ورکول او د کابل پر کاج ښوونیز مرکز يې بريد وغانده او د عاملينو د سزا غوښتنهيې وکړه.
که څه هم د بلخ ولایت امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې ویلي چې دوی دا نجونې نهدي بندیانې کړي، خو د بلخ پوهنتون د محصلینو د معلوماتو له مخې په لیلیه کې ګڼو محصلینو چې غوښتلیې له لاریون کوونکو سره یوځای شي، طالبانو د لیلیې دروازې تړلي او مخهیې نیولې ده.