د افغانستان یو شمېر سیاستوال په تېرو درېیو ورځو کې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې راغونډ شوي وو، او د افغانستان د راتلونکې په اړه بحث وکړ.
دوی پرون چې د دې غونډې وروستۍ ورځ وه، یوه اعلامیه هم خپره کړه چې په هغه کې یې د دې ډول غونډو د دوام غوښتنه وکړه.
په دې غونډه کې د ملي مقاومت د جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې ډلې مشر احمدمسعود هم ګډون کړی و.
د دې غونډې یوه بله ګډونواله شکریه بارکزۍ وه چې له احمدتکل سره په مرکه کې یې د دې غونډې پر بحثونو رڼا اچولې.
مېرمن بارکزۍ په پیل کې دې پوښتنې ته ځواب وویل چې آیا د دې غونډې ټول ګډونوال د مقاومت د جبهې غړي وو؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: